د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نجونو ته کمپویټري زده کړې به هغوی پر کور د کار جوګه کړي'


د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي زدهکړو محکمې او د انفارمېشن ټېکنالوجي ډایرېکټرېټ په مرسته د دغه صوبې د نجونو سکولونو او کالجونو کې به په بالايي وخت کې انټرنېټي ښوونه کېږي.

د خيبر پښتونخوا د انفارمېشن ډائريکټريټ مرستیال ډايريکټر او د دې پروژې کوارډينېټر باسط خليل مشال رېډيو ته وويل چې په دې زدهکړو کې به دوی ته د کمپيوټر له بنيادي زدهکړو سره نور درخواست سا اپليکېشن جوړولو طريقې هم ښودل کېږي.

د ده په وینا د دې مقصد ښځو ته د سړیو برابر برخه ورکولو او د جديد دور تقاضو مطابق پوهه ورکول دي۔

(په دې کې انټرنېټ استعمال، د سوشل مېډيا استعمال، کميونيکېشن وغېره په ډېرو ځايونو کې دا مسله چې يو کس ته کمپيوټر خراب شي نو په لاس کې نيولی وي او بازار ته روان وي هلته پکې سافټ ويرز اچوي نو دا ښځې به اوس د دې جوګه شي چې هغوی به په خپله په کمپيوتر کې وینډو اچولی شي، ټربل شوټنګ به یې کولی شي نو دا کورس هم پکې شامل دی۔ بله دا چې د دغه زدهکړو پس د کمپيوتر سمولو کاروبار په خپل کور کې پیلولی شي۔ او هم دا شان چې کومې ښځې په کور کې دننه جامې يا د کور ډول سینګار څيزونه جوړه وي نو د سوشل مېډيا له لارې یې مارکېټنګ کولی شي.)

د خيبر پښتونخوا تعليم محکمې ترمخه چې دا وخت د صوبې په سرکاري سکولونو کې تر ۱۳۰۰ پورې آی ټي لېب دي چې د زده کړو لپاره به کار ترې اخېستل کېږي۔

د یادې محکمې په وینا دا د ازمايشي پروژې په توګه شروع کړل شوې ده چې د خيبر پښتونخوا په مردان، نوښار، صوابۍ، ملاکنډ، سوات او د هري پور ضلعو په ۱۷ تعليمي ادارو کې به ښودل کېږي او په لومړۍ مرحله کې ۱۲۰۰ نجونه د دې کورس برخه دي.

رابعه رفيق د نوښار اوسيدونکې ده او د شيدو علاقې په يو کالج کې د خپل دوولسم جماعتتعليمي زدهکړو پس د کمپيوټر دغه زدهکړې تر لاسه کوي۔

رابعه رفیق مشال رېډو ته وويل چې هغا او د هغې د کلي نورو نجونو لپاره چې کومي زدکړې ممکنه نه وې هغه اوس په اسانۍ سره تر لاسه کوي ۔

(موږ په دې کورس کې د کمپيوټر په حقله ډېر معلومات تر لاسه کړل، اېم ايس ورډ کې مو کار کول زدهکړه اوس په خپله سي وي جوړولی شو، انټرنېت استعمال، درخواستونه، خطونه اوس په کمپيوټر ليکلی شو۔شيدو يو کلی دی او زموږ کورنۍ موږ د کورسونو لپاره بهر وتلو تهنه پرېږدي نو د دې منصوبې يو فايده خو موږ ته دا وشوه چې موږ اوس دا زدهکړي په اسانۍ سره تر لاسه کوو بله دا چې موږ ته به له دې پس سندونه هم راکړل شي چې زموږ مخکې په کار راتلی شي.)

هم د دغه کالج د کمپيوټر زدهکړې ورکونکې نافعه فراز وايي چې په دې کورسونو کې نه يواځې د سکول کالج زدهکونکې برخه اخلي بلکې په کلي هغه نجونه هم برخه اخلي چې د زدهکړې ترسره کولو پس په کور کې ناستې وي۔

(موږ سره څه نجونه د دې کالج دي او څه چې کومې خوا و شا علاقو کې نجونه په کورونو ناستې وي هغوی هم په دې کې برخه اخلي نو موږ ټوله علاقه په دې کې شامله کړې ده چې کوم کورس ختم شي د هغې ترې ټېسټ اخلو اوس مې هم ترې تېسټ واخېستو او ډېرې ښې نتيجې یې راکړې دي. نجونه په دې کې ډېره دلچسپي اخلي.)

د تعليم محکمې او انفارمېشن ټيکنالوجۍ ډايرېکټرېټ تر مخه دا منصوبه به د زدهکونکیو د غوښتنو مطابق مخ پروړاندي ځي او د ضرورت په بنیاد به پکې کورسونه ښودل کېږي.

د يادو ادارو په وېنا د دې منصوبې لپاره د ښځو د حقونو له قامي او نړيوالو اداروبه هم په دې لړ کې مرستې اخېستل کېږي۔

XS
SM
MD
LG