د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د افغان ځواکونو د اکمال او تجهیز غوښتنه وکړه


د خوست دیني عالمانو، قومي مخورو او مدني فعالانو د افغانانو د ژوند او مال په ساتنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې او له افغان حکومت يې غوښتنه وکړه چې د یادو ځواکونو اکمال او تجهیز ته پاملرنه ډېره کړي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ د کب د نهمې یا په افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په اړه خوست کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی وو، د هغو کسانو په مقابل کې يې هم د کلکو اقداماتو غوښتنه وکړه، چې د دوی په واسطه د سرتیرو حقوق او امتیازات ضایع کیږي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمدي محمدي د افغانانو د امنیت، عزت او مال په ساتنه کې د امنیتي منسوبینو قربانۍ وستایلې او ويې ویل چې علماء د سرتیرو په تکلیف خوابدي کیږي.

مولوي شاه محمد محمدي وویل:

"په دنیا کې دومره ډېره قرباني چا نه وي ورکړي لکه زموږ امنیتي ځواکونو چې د افغانانو د ژوند او مال د ساتنې لپاره ورکړې ده، موږ يې وینو چې په هر ځای کې ستاسو وینې توییږي، په هر ځای کې پر تاسو ظلم کیږي او موږ پرې ډېر خفه کیږو، ځکه تاسو زموږ په مخکې قرباني ورکوئ، خو داسې خایینن شته چې د دې سرتیرو معاشونه، البسه او نور توکي پټوي، موږ د کشفي ارګانونونو نه غوښتنه کوو، چې د داسو خلکو لاسونه ونیسئ."

ویل کېږي د افغانستان د پوځ بنسټ د امیر شیرعلي خان په وخت کې ایښودل شوی او کرار-کرار د عروج پوړېو ته ختلی وو چې تر ۱۹۷۰ مو کلونو پورې په سیمه کې په یوه منظم اردو واوښته، خو د پوځي کتونکو په وینا دهېواد په سیاسي مسایلو کې د پوځ په ګډیدیو سره دا هر څه زیانمن شول.

متقاعد جنرال ګل نواز د افغان ځواکونو پر ملي انګیزې خبرې وکړي او ویې ویل چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې روحیه لري:

"زموږ باشهامته پوځ دی، موږ افغانان مادي پرست نه یو، موږ وطنپرست یو، دا وطن به د خپلو سرو وینو په بیه ساتو، دښمن ته به اجازه ورنکړو چې حتی یوه لویشت دې خاورې ته داخل شي."

مدني فعال نصیراحمد روښان د ولسمشر او کابینې غوښتنه وکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو د ژوندانه ټولو برخو ته دې پاملرنه وکړي:

"موږ د ولسمشر او کابینې څخه غوښتنه کوو، چې د امنیتي ځواکونو ټولو غوښتنو ته پام وکړي، دوی دې تجهیز کړي، د دوی د اکمال په برخه کې د دوی د معاشاتو او سرپناه په برخه کې پدغه ټولو مسالو دې له سره فکر وکړي، څو موږ یو غښتلی پوځ ولرو او دوی هم پدې عقیده واوسیږي، چې پدې ملک کې د دوی تر شا څوک شته او د دوی د وینو قدرداني کوي."

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت په خپلو خبرو کې د امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل ، چې هغوی د خلکو د سوله ییز ژوند د ساتلو توان لري.

فیض الله غیرت وویل:

"تاسو پدې پوۍ شئ که موږ ټانګ، توپ او طیاره نلرو، خو موږ الحمدالله ایمان لرو، غیرت لرو، وجدان لرو، د خپلې خاورې دفاع به کوو، داخلي او خارجي دښمنانو ته غږ کوو، مشکلات به وي خو تاسو به هېڅکله ونه توانیږئ چې د خلکو ژوند نا امنه کړئ، تجارت وتړل شي، پوهنتون وتړل شي، خلک ازادانه تګ او راتګ ونه کړي، دا ارمان به دوی ګور ته وړي."

دا لومړی ځل دی چې د کب نهمه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم لمانځل کېږي.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه‎دې خوا د نړیوالې ټولنې په مرسته بېرته د افغان ځواک د جوړېدو او تنظیمېدو هڅې روانې دي.

د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په هدف د ولسمشر په تائید د افغانستان د ملي امنیت شورا د کب نهمه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونوموله چې د وزیرانو شورا تر هوکړې وروسته د افغانستان په کلنۍ/جنترۍ کې ثبت شوه.

XS
SM
MD
LG