د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: "ردالفساد" عملیات به تر ډېره په ښاري سیمو کې وي


په روانه فبرورۍ مياشت کې د پاکستان قبايلي سيمو تر څنګپه څلورو واړو صوبو کې تر ترهګريزو پېښو پس د دغه هېواد حکومتي او پوځي مشرتابه د وسله والو پروړاندې یوځل بیا د "ردالفساد'' په نامه نوي عمليات پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو پرضد له تېرو دوه نيمو کالونو وار له مخه د ضرب عضب په نامه عملیات دوام لري. نو بیا ولې د نویو عملیاتو ضرورت پېښ شو؟

خواجه اصف
خواجه اصف

د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد آصف مشال راډيو ته وويل چې د "ردالفساد" بنيادي مقصد د دغه هيواد په ښاري سيمو کې د وسله والو پر ضد عملیات کول دي.

"په ترهګريزو پېښو کې د زیاتوالي له وجې د دې نویو عملیاتو ضرورت پېښ شو، ضرب عضب عملیات هم دوام لري او دواړه عملیات اوس پر يو وخت روان دي او ضروري نه ده چې يو عملیات ختم شي او بل پيل شي. دواړه پر يو وخت هم کېدلی شي.، د دواړو مقصد د ترهګرۍ خاتمه ده خو د "ردالفساد" موخه تر ډېره پر ښاري سيمو راټوله ده. د دې عملیاتو پرېکړه هم په وزير اعظم هاوس کې شوي وه او د دغه هېواد پوځ او حکومت پر دې معامله يوه خوله دي."

خو په پيښور کې د پوځ پخوانی بريګېډيیېر محمود شاه وايي د ضرب عضب عملیات د یکرنګۍ یا یکسانیت ښکار شوی ول او په ملک دننه چې کوم نوي امنيتي ګواښونه رامنځته شوي په دغه تناظر کې د نويو عملیاتو ضرورت وو.

"زما په اند د ضرب عضب عملیاتو خپل اغراضو مقاصد تر لاسه کړي دي، خو په دا نېږدو کې چې کومي چاودنې او ځانوژونکي بریدونه وشول نو اوس هغه حالات نه دي اوس حالات تر هغه مختلف دي د کومو قابوکولو لپاره چې ضرب عضب شروع شوی وو نو "ردالفساد'' عملیات په ملک کې د نوو رامنخته شویو امنيتي حالاتو په تناظر کې شروع کړل شوي دي."

بلخوا په لاهور کې څېړونکې امتیاز عالم وايي چې د ترهګرۍ خاتمي لپاره که يو خوا پوځي عملیات وقتي حل دي نو بل خوا د مستقل حل لپاره به ریاست په جوابي بیانيه کار کوي نو هله به د ترهګرۍ ختمولو کې بریالي کېږي.

"د دې عملیاتو پرېکړه خو پوځي او سیاسی مشرتابه په متفقه توګه کړې ده او په لومړي ځل په پنجاب صوبه کې هم عملیات کېږي، تر کومه چې د دې کاروایانو خبره ده نو دا خو يو صحيح پرمختګ دی خو د ترهګرۍ ځوابي بیانيه رامنځته کول، د مذهبي مدرسو اصلاحات کول، د سختدريځه مفکورې ردول، قانون سازي کول، د عدالتونو اصلاح کول، د استغاثې اداري پیاوړيکول او تعليمي نصاب صحيح کول، دا کارونه ټول د سیاسي حکومت د کولو دي خو تر دا مهاله په دې اړه توجو نه ده ورکړل شوې."

که څه هم یوې خوا ته په پاکستان کې د وسله والو پرضد ګڼ پوځي عملیات ترسره شوي دي خو بلخوا ورسره جوخت په دغه هېواد کې لا هم ترهګريزې پېښې دوام لري.

XS
SM
MD
LG