د لاسرسي ځای

چارواکي: کندوز کې طالب کمندان ملا عبدالسلام ووژل شو



افغان چارواکي او طالبان وايي چې د طالبانو یو مشر کمندان یې د هېواد په شمالي برخه کې وژل شوی دی.

په دوشنبه د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې ملا عبدالسلام اخوند په ځانګړیو عملیاتو کې وژل شوی دی. صدیقي په دې اړه نور تفصیل په ډاګه نه کړ.

دا راز د افغانستان دفاع وزارات ویاند دولت وزیري ویلي چې له ملا عبدالسلام سره د هغه نهه وسله وال ملګري هم وژل شوي دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې د ملا عبدالسلام د وژنې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ملا عبدالسلام چې په یاد ولایت کې د طالبانو مشر وو وړاندې یې هم څو واره د مرګ خبرونه مخې ته راغلي وو.

هلته د امریکايي ځواکونو ویاند رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې تېره ورځ یې جنګي الوتکو په کندوز کې بریدونه کړي.

د دغه ولایت مرکز کندوز ښار وړاندې دوه واره طالبانو د لنډ وخت لپاره قبضه کړی وو. د ملا عبدالسلام وژل کېدنه دغلته د طالبانو لپاره لویه ضربه ده.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG