پاکستان به راتلونکې اوونۍ د مارچ مېاشتې په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان "ایکو" د ۱۳مې غونډې کوربه وي.
دا سازمان چې د پاکستان، ایران او ترکیې په نوښت جوړ شوی وو، اوسمهال ۱۰ غړي لري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په شنبه وویل چې د اقتصادي همکارۍ سازمان زیاتو غړیو په اسلاماباد کې راروانې غونډې ته د ورتګ بلنه منلې خو د افغانستان ګډون په اړهيې په څه و نه ویل.
د امریکا غږ انګلېسي برخې په یوه راپور کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز په حواله ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دې غونډې ته ورځي.
د امریکا غږ د راپور په حواله، سرتاج عزیز ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د صلاحالدین رباني ګډون تائید کړی.
امریکا غږ وايي، سرتاج عزیز پرون شنبه په اسلاماباد کې خبريالانو ته ویلي چې افغانستان او پاکستان ترورېزم خپل ګډ دښمن ګڼي او له دې سره د مبارزې لپارهیې د دوه اړخېزې همکارۍ پر اړتیا توافق کړی دی.
د راپور په حواله، سرتاج عزیز همدا راز ویلي چې د اقتصادي همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې به له ښاغلي رباني سره د ترورېزم پر ضد د مبارزې په اړه جلا خبرې هم وکړي.
سرتاج عزیز زیاته کړې چې دواړه به له ترورېزم سره د ګډې مبارزې لپاره د یوه نوي مېکانیزم پر جوړولو وغږېږي.
موږ له مکررو هڅو سره ونهتوانېدو چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر ترلاسه کړو.
خو یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي چې افغانستان لا په اسلاماباد کې په دې غونډه کې د خپلو استازو ګډون نهدی تائید کړی.
د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۹۸۵ میلادي کال کې پاکستان، ایران او ترکیې جوړ کړ چې وروستهیې افغانستان، تاجکستان ، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان او اذربایجان هم غړي شوو.
د دې سازمان د جوړېدو موخه له نړیوال اقتصاد سره د دې هېوادونو د اقتصادي پیوستون پیاوړي کول وو.
په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي روابط، تر بل هر وخت زیات نازک حالت ته رسېدلي دي.
په پاکستان کې تر یو لړ چاودنو او وسلهوالو حملو وروسته، د پاکستان حکومت پر تورخم او سپینبولدک د افغانانو تګ راتګ بند کړ.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف تېره اوونۍ ترکیه کې د هغه هېواد له صدراعظم سره تر کتنې وروسته، وویل چې اسلاماباد په افغانستان کې د سولې ټینګښت غواړي خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي.
خو د افغانستان حکومت دا ادعا رد کړې ده.
کابل ویلي چې هېڅکله یې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او د داسې تورونو پورې کول د وضعیت له ښه کېدو سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.