افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې افغانستان هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه دی او هېڅوک دې یې ناسمه پېژندنګلو نه کوي.
ولسمشر غني په دوشنبه د کب میاشتي نهمې نېټې "د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځې" په مناسبت په خپله وینا کې وویل، هغه کسان چې فکر کوي افغانستان د جګړې ډګر دی دغې هېلې ته به و نه رسېږي. د نوموړي په وینا افغانستان هېڅ بوه هېواد ته ګواښ نه دی، خو هغه کسان چې فکر وکړي افغانستان د جګړې په ډګر بدلولی شي، دغه بدمرغه هیله به قبر ته یوسي."
ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف ویلي ول چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي او په دې برخه کې یې خپل شکایت افغان حکومت ته سپارلی دی.