د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې د اسلاماباد د نوې کړنلارې هرکلی کوي او وایي پاکستان باید د خبرو پرځای عملي ګامونه واخلي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد په دوشنبه له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان له لوري افغان حکومت ته د نوې تګلارې د سپارل کېدو په تړاو څه و نه ویل خو ټينګار یې وکړ، افغان حکومت چمتو دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان وزیر اعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډه دښمنه بللې او ویلي دي چې د ځپلو لپاره يې افغان لوري ته وړانديزونه ورلېږلي دي.
عزیز همدارنګه ویلي که چېرې افغان حکومت پر دې پلان سلا وکړي نو د اقتصادي همکاريو سازمان په غونډه کې به چې راتلونکې اوونۍ په اسلاماباد کې کېږي ورته رسمي بڼه ورکړل شي.