د لاسرسي ځای

تازه خبر

منامه کې بمي چاودنې د بحرین څلور پولیس ټپیان کړي


د بحرین کورنیو چارو وزارت وايي، پر یو بس بمي چاودنه کې د دې هېواد څلور تنه پولیس ټپیان شوي دي.

دا پېښه په یکشنبه/اتوار د بحرین پلازمېنې منامې په جنوب کې یو کلي کې شوې ده.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت پر ټویټر خپاره کړي بیان کې ویلي، ​د ترهګرۍ دغه پېښې په جوو کلي کې د پولیسو یو بس په نښه کړی، څلور پولیس‌ یې ټپیان کړي خو د پېښې په اړه یې ډېر څه نه دي کښلي.

تر دې مخکې هم د سږني ۲۰۱۷م کال په لومړۍ ورځ په هم دغه کلي کې وسله‎والو کسانو پر یو زندان برید کړی و، یو تن پولیس‌ یې وژلی او لس تنه بندیان‌ یې خوشې کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG