د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغانستان زمبابوی ته ماتې ورکړه


افغانستان تر دې مخکې هم زمبابوی ته ماتې ورکړې
افغانستان تر دې مخکې هم زمبابوی ته ماتې ورکړې

افغانستان زمبابوی ته په ماتې ورکولو سره د پنځو پنځوس اووريزو لوبو دا سيالۍ وګټلې. زمبابوی نن په هراری ښار کې د افغانستان ۱۶۱ منډې پوره نه کړای شول. نن ټاس افغان لوبډلې وګاټه. دوی لومړی بيټينګ غوره وبلل.

په پنځوس اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړي. رحمت شاه پنځوس، محمد نبي ۴۸ او نورعلي ۴۶ منډې وکړي. خو د باران له وجې لوبه دوه ويشت اوورونو او هدف ۱۶۱ ته راکم کړل شو. زمبابوی دې هدف ته رسېدو کې ستونزې درلودې او ټول لوبغاړې يې په ۵۴ منډو په څوارلسم اوور کې اوټ شول.

تر دې مخکې لومړۍ دوه لومړۍ سيالۍ افغانستان او ورپسې دوه لوبې زمبابوی وګټلې. رحمت شاه د دې لوبې او ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی اعلان شو. هغه تر لوبې وروسته وويل چې نوموړي ته ويل شوي وو چې ارامه لوبه وکړي او ده همغسې وکړل.

د زمبابوی لوبډلې مشر، ګريم کريمر د خپلې لوبډلې خرابې سيالۍ وجه خراب بيټينګ ياد کړ. هغه وويل چې بې مسوليته لوبه يې وکړه. افغان ملي لوبډلې مشر، اصغر ستانکزی له لوبې وروسته وويل چې دوی د دې بريا لپاره ډيره خواري وکړه.

د افغانستان يو شخصي ټيليويژن دا لوبې په ژوندۍ بڼه ښودلې. دې ټي وي ته د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله ټيليفون وکړ او ټولو افغانانو ته يې د دې بريا مبارکي وويل.

د يادونې وړ ده چې دا دريم ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوی ته د کرکټ په ټورنمنټونو کې ماتې ورکوي.

XS
SM
MD
LG