د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کونړ کې پاکستاني راکټونو دوه ماشومان زخميان کړي."


د افغانستان د کونړ ولايت امنيې قوماندانۍ وياند، فریدالله دهقان ازادۍ راډیو ته وویل چې له تیرې ورځې څخه تر دې دمه د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیوو یونیم سل دتوپونو ګولۍ راویشتل شوي چې په خاص کونړ کې يې یو کور ویجاړ کړی او دوه تنه يې ټپیان کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د خاص کونړ پر شجاع کلي کې د پاکستان په راکټونو يو کور لګيدلی او سوځيدلی دی. دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.))

دکونړ امنیتي مسولین وايي دوی پاکستان ته دځواب ورکولو توان او تياری لري خو د لوړپوړو چارواکو حکم ته منتظر دي.

پاکستاني ځواکونو لنډه موده وړاندې په خپل هيواد کې له يو لړ بريدونو وروسته د ډيورنډ کرښې سره نيزدي وسله والو پر ضد عمليات پيل کړل. د دې عملياتو پر مهال ځيني راکټونه د ډيورنډ کرښې آغاړه د ننګرهار او کونړ ولايتونو پر ولسواليوو لګيدلي دي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت د احتجاج په ډول کابل کې د پاکستان سفير هم ورغوښتی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG