د افغانستان ننګرهار ولایت پچیر او اګام ولسوالۍ هغه ۴۲ تنه اوسیدونکي چې د داعش وسله والو تښتولي وو، خوشي کړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني تېره ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا کسان لږ تر لږه څلور میاشتې مخکې د داعش وسله والو تښتولي وو، چې اوس د قومي مشرانو د منځګړیتوب او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي کړل شوي دي.
د خوګياڼي په وینا، د داعش وسله والو دا کسان په هسکه مېنه او کوټ ولسواليو کې ساتلي وو.