د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضرورت مندو اديبانو سره مالي مرستې کيږي


اسلام اباد کې د وزیراعظم له دفتره پرون د شنبې په ورځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمعې په ورځ د وزیراعظم نوازشریف او د قامي تاریخ او ادبي ورثې په برخه کې د هغه سلاکار عرفان صدیقي په ملاقات کې پرېکړه شوې چې اړو اديبانو سره به مالي مرستې زياتوي.

د دې خبرپاڼې ترمخه اوس به وفاقي حکومت زرو شاعرانو او ليکوالو ته د میاشتې ۱۳۰۰۰ روپۍ ورکوي. پخوا حکومت پنځه سوو ضرورت مندو اديبانو ته د مياشتې پنځه زره روپۍ ورکولې. وزيراعظم همداراز پرېکړه کړې چې په خپل مرګ مړ اديب کورنۍ ته به دوه لکه او په کومه پېښه کې وژل شوې ليکوال يا شاعر کورنۍ ته به څلور لکه روپۍ ورکوي.

مشال راډیو چې په دې اړه د قبایلي سیمو او خيبرپښتونخوا له شاعرانو وپوښتل نو د شمالي وزیرستان د میران شاه سیمې سره تعلق لرونکي شاعر او لیکوال طاهرداوړ وویل: ((زه خو وایمه چې ټولو پښتنو ليکوالانو او شاعرانو ته د دې پيسو ضرورت دی. د قبايلي سيمو شاعران ترهګرۍ ځپلي دي او ډېر زیات د مالي ستونزو سره مخ دي نو پکار ده چې دوی سره مرسته وشي. خو زما په خيال د هر چا چې سفارش وي، هغه ته به دا پيسې ورکول کيږي.))

اندېښنه دا ده چې دې بهير کې به سفارش چليږي او مستحقو اديبانو ته به پيسې نه رسيږي

د هغه په خبره دا نه ده معلومه چې حکومت به د ضرورت وړ اديبان څنګه انتخابوي. له همدې وجې نوموړی اندېښنه لري چې دې بهير کې به انصاف ونه شي.

د سوات د یو ادیب نظرمحمد نظر يو کتاب چاپ کړی او د بل کتاب د چاپولو کوښښ کوي. هغه مشال راډیو ته وویل که څه هم دی غریب او مستحق دی خو څو څو واره يې له صوبايي او وفاقي حکومتونو غوښتنې هم کړې خو تر اوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې. هغه زياتوي: ((زما دوه زامنو د لاچارۍ او بې وسۍ له وجې په لسم کې سبق پريښی دی.)) د هغه په وينا د دوهم کتاب چاپولو توان هم نه لري او غريبي يې هم ده نو که حکومت ورسره مرسته وکړي، ستونزې به يې حل شي.

په خيبر پښتونخوا کې هم شاعرانو او ليکوالانو ته له څه مودې راهيسې پيسې ورکول کيږي. د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر او شاعر، اباسين يوسفزی د هغه کمېټې مشر دی چې د پيسو ورکولو لپاره اديبان غوره کوي.

هغه مشال ريډيو سره خبرو کې د حکومت په دې فیصله خوښې وښوده او وي ويل: ((د پيسو زياتولو او مستحقو اديبانو شمېر ډېرول ښه خبره ده. دا کار به لا نور ګټور وي چې له دې لارې نورو پښتنو ته هم پیسې ورسي. قبايلي سيمو کې هم ډير ضرورت مند ليکوالان او شاعران شته دی. پکار ده چې حکومت هغوی سره هم مالي مرستې وکړي.))

ويډيو: مومندو کې مشاعره

مشاعره: پښتونه ولې یو پښتون باندې کافر یادېږم؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

XS
SM
MD
LG