د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې پوځي عملیاتو لسګونه داعشیان وژلي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د (شاهین ۲۵) په نوم پوځي عملیاتو کې په دې ولایت تر ۱۵۰ زیات د داعش ډلې وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د شنبې په ورځ په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات په بریالیتوب روان دي چې په نتیجه کې يې د داعش څو قومندانان وژل شوي او څو موټرې يې نیول شوي دي.

خوګیاڼي زیاته کړه چې د شاهین ۲۵ په پوځي عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره د نړیوال ایتلاف هوايي ځواک ملاتړ کوي.

د ننګرهار چارواکو په وینا دا عملیات لس ورځې مخکې د ننګرهار د کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې د داعش وسله والو پر ضد پیل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG