د لغمان چارواکي وايي چې نن د شنبې پر سهار شاوخوا لس نيمې بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند د بسرام په سيمه کې د مولوي حبیب الرحمن په ښوونځي د دولت د مخالفینو له لورې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې دوه تنه زده کوونکي وژل شوي او اووه تنه نور يې ټپیان کړي هم دي.
د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:
د پېښې ټپیان د لغمان مرکزي روغتون ته رسول شوي او روغتيايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې ولسوالۍ ډلې نه دی منلی.