د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم بند پاتې وګړي نور د کړاو زغم نه لري


نن د جمعې په اتمه ورځ هم د تورخم دروزازه بنده ده او اوس پرې هغه ګڼه ګڼه نه شته لکه پخوا چې لیدل کېدله.

پاکستاني چارواکي وایي، په دا وروستیو کې د ملک په بېلا بېلو برخو کې د ترهګرۍ پرله پسې بریدونو وروستو یې د فبروري په اوولسمه نېټه د تورخم دروازه وتړله چې پر دې لار د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي او د نورو ممکنه بریدونو مخنیوی وکړي.

د تورخم دروازې له بندیدو سره د پیښور او تورخم ترمنځ په خیبر ایجنسۍ کې ولسي وګړي ایسار پاتې دي او ځای پر ځای د مالونو ډک ګاډي درول شوي دي او ډریوران یې افغانستان ته د اوښتو لپاره منتظر دي. هغوی په خپلو ګاډو کې بار د خوراکي موادو په خرابېدو اندیښمن دي.

د میوې ډک یو ګاډي ډرایور راز باچا مشال ریډیو ته وایي چې مالټې یې بار کړې ذي بس نور په خرابېدو دي. اوس مال والا یې وایي چې بیرته یې راستنه کړه. دلته دوی ټولو ته زیان ورسېدلو. هغوی وايي ټوله شپه په ویښه تیروي او د خپل مال چوکیداري کوي. دوی غوښتنه وکړه چې لار دې ورته لار خلاصه کړل شي ځکه چې نور تکلیفونه نه شي ګاللی.

او یو بل ډرایور شریف خان وایی، د پاسپورټ او ویزې باوجود یوې خهوا ته هم نه شي تلی. نه یې پيښور ته پرېږدي او نه یې تورخم ته.

شریف خان وايي ډير سخت نارغه هم دی. کله تر خپلې لارۍ لاندې ویده شي او کله یې د پاسه. یوه ورځ ډوډۍ پخه کړي او بیا یې څلور ورځې خوري. د لاریو خرڅه هم ورسره ختمه شوې ده.

ولی محمد وایي چې هېڅوک یې پوښتنه نه کوي او ستونځې یې ورځ تر بلې زیاتېږي، د ګاډو ټيرونه یې هم خراب شول.

د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي، په دې تېرو اوو ورځو کې یې د انساني همدردۍ په بنیاد یوازې یوشمېر هغو افغان کورنیو ته پر تورخم دروازه افغانستان ته اوښتو اجازه ورکړې ده چې د کورنۍ غړي یې په پاکستان کې وفات شوي ول او جنازې یې هلته افغانستان ته وړلې او په غیر قانوني لارو باندې بې له سفري اسنادو پاکستان ته داخل شوي ول او دوه پنځوس کسان یې پر تورخم دروازه افغان چارواکیو ته سپارلي ول.

د تورخم پولیټکل چارواکي وایي، د تورخم دروازه یې د وفاقي حکومت په امر بنده کړې ده او د بیا پرانیستو د امکان په اړه یې تر دا دمه هېڅ نه دي ویلي.

د تورخم دروازې له بندیدو د ټرک ډریورانو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

XS
SM
MD
LG