د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست زده کوونکو د ناروغانو د بستر اتوماتیک کټ جوړ کړ


په خوست کې د میخانیکي انستیتیوټ دوو زده کوونکو د ناروغانو د بستر اتوماتیک کټ جوړ کړی، چې د بستر ناروغانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې لري.

هغه ناروغ چې نشي کولای له خپله ځایه پاڅیږي، د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره راپاڅیږي او بېرته هماغه شان څملاستی شي، د ډوډۍ د خوراک میز لري، د لاس پريمنځلو دست شويي په کې نصب شوې، یو کېمره لري، که مشکوک کس روغتون ته نږدې کیږي، نو د خطر زنګ وهي.

یاد کټ د قدرت الله او اسلام نبي په نومونو دوو ځوانانو جوړ کړی دی.

دا چې د ناروغانو د داسې یو کټ د جوړیدو خیال او انګیزه دوی سره څرنګه پیدا شوه، اسلام نبي يې په اړه نن د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

((دا انګیزه ځکه پیدا شوه، چې یوه ورځ روغتون ته تللی وم، د ویني د ایستلو لپاره کس ته اړتیا وه، چې هغو ته په پورته کېدو کې ډېره ستونزه وه، همدې انګیزې دا فکر راکړ، چې یو داسې اتوماتیک چپرکټ مو جوړ کړ، امنیتي لحاظ باندې هم ډېر ښه دی، ویده کس په حالاتو خبروي، تر اوسه د افغانستان په روغتونونو کې داسې سهولتونه نشته.))

اسلام نبي وايي، چې درې نورې اختراعوې هم لري، خو د پلي کېدو د لګښت توان يې نلري، تر څو هغه نووښتونه پلي کړي.

د یاد انستیتیوټ یو بل تن زده کوونکی فیض محمد، چې هغه هم مخکې ځنې نووښتونه کړي د ناروغانو د بستر د اتومات کټ جوړیدل یو ښه ابتکار بولي:

((دا نووښت د هر هغه کس لپاره چې د بل همکارۍ ته اړتیا لري، نو ډېره پر ځای همکاري به يې وي، ځکه چې که په روغتونونو کې ځای پر ځای شي، د ناروغانو لپاره ډېر سهولتونه لري، نو کیدلای شي، ناروغان په خپله یو ځای نه بل ځای ته حرکت وکړي، دا یو الکټرونکي کار دی، ډېر وړ او پر ځای ابتکار دی.))

د خوست د پوهنې رياست د تخنیکي او مسلکي برنامې امر فخرالله سهیلي وايي، چې د دوی د زده کوونکو سره ډېر ښه پلانونه او نوښتونه شته، خو عملي کول يې تخنیکي، مادي او نورو وسایلو ته اړتیا لري، چې دوی ورڅخه نیمګړي دي.

فخرالله سهیلي زیاتوي:

((موږ پدې باره کې تخنیکي او مادي امکاناتو ته ډېره اړتیا لرو، تجهیزاتو ته ضرورت لرو او تجهیزات باید خریداري کړو، د خریداري لپاره امکانات نلرو، دولت دې موږ ته زمینه مساعده کړي، تجهیزات دې راکړي، امکانات او تخینکي وسایل.))

بلخوا مدني فعالان وايي، چې افغان حکومت د هغو خلکو د هڅونې او مالي تمویل لپاره برنامه نلري، چې د نووښتونو او اختراعګانو وړتیاوې لري.

مدني فعال نصیر احمد روښان وايي:

((د افغانستان د پوهنې وزارت بدبختانه د دا ډول برنامو د انکشاف لپاره هیڅ برنامه نلري، په کار داده چې دوی دا ډول برنامې وهڅوي، دوی تشویق کړي تر څو دوی وتوانیږي دا ډول نور ابتکارات هم رامنځته کړي.))

دا پداسې حال کې ده، چې پخوا هم د یاد انستیټوټ یو تن زده کوونکي داسې برښنايي امنیتي دراوزه چې د چاودنې له غږ سره جوخته تړل کېده او یوه زانګو چې د ماشوم په ژړا سره په حرکت راتله جوړې کړې وې.

د خوست میخانیکي انستیتیوټ د یاد ولایت له پخوانیو مسکلي ادارو څخه ده، چې پخواورته د کانکور په ازموینه د زده کړو لپاره د افغانستان له مختلفو سیمو محصلان راتلل، خو د وروستیو څلورو لسیزو په جګړو کې د میخانیکي انستیتیوټ ټول تخینکي وسایل او ودانۍ زیانمنې شوي او روغ څه په کې ندي پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG