د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي عدالتونو مودې غځولو پارلېماني غونډه به بیا کېږي


د پارلېماني ګوندونو غړیو مشاورتي غونډه نن د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ کې وشوه.

په پاکستان کې د پوځي عدالتونو په اړه د پارلېماني ګوندونو غړیو مشاورتي غونډه تر را روانې هفتې وځنډول شوه. په اسلام اباد کې شوې غونډه کې ډېری ګوندونه د پوځي عدالتونو په بيا بحالولو متفق شوي دې خو ځينې ګوندونه اوس هم تحفظات لري.

د غونډې په اړه د جماعت اسلامي ګوند پارليماني مشر صاحبزاده طارق الله مشال رېډيو ته وويل چې په غونډه کې د ډېری ګوندونو د پوځي عدالتونو د مودې پر غځولو سلا شوي خو د ځینو ګوندونو تحفظات لاهمختم نه دي.

د ده په وېنا اپوزيشن ګوندونو د يادو عدالتونو موده تر دوو کالو په غځولو اتفاق کړی دی.

صاحبزاده طارق الله زیاته کړه چې پر پوځي عدالتونو ډېرې خبرېوشوې خو لاهم په دې کې ځینې ضروري څېزونه او تحفطات شته او ګوند یې پرې تحفظات هم لري چې سختدرېځي دې له مذهب سره نه تړل کېږيځکه چې وسله وال، وسله وال وي که هغه مسلمان وي او که له یو بل مذهب سره تعلق لري.

تر دې وړاندې د پوځي عدالتونو مودې پر غځولو د پيپلز ګوند، پاکستان تحريک انصاف او جميعت علماء اسلام ف ډلې پشمول يو شمېر پارلېماني ګوندونو اندېښنه ښودلې وه او ويلي یې ول چې پوځي عدالتونه د يو خاص مقصد او ټاکل شوي وخت لپاره جوړ کړل شوي وو نو حکومت دې اوس د مودې له غځولو ډډه وکړي.

بل خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني مشر عثمان کاکړ مشال رېډيو ته وويل چې د دوی ګوند اوس هم په دې اړه اندېښني لري.

د ده په وینا د سختدريځۍ مخنيوي حل پوځي عدالتونه نه بلکې د ملک پارلېماني نظام مضبوطول دي او په ادارو اعتماد ساتل پکار دی. او نه پکار ده چې پوځي عدالتونه د آئين برخه شي.

هغه وویل پارلېمان دې پیاوړی کړل شي، د ملک عدالتونه مضبوطول پکار دي د عدالتونو تر شا درېدل پکار دي. د سختدرېځۍ په اړه دې پاليسۍ بدلې کړل شي نو هر څه به خپله ټيک شي.

عثمان کاکړ وویل له سیویل ججه د سپريم کورټ تر چيف جسټس پورې دا نظام او دا ملک به څنګه مضبوطېږي چې په عدالت او انتظاميه باور نه کېږي.

تر دې وړاندې د جميعت علماء اسلام (ف) ګوند پارلېماني مشرې نعيمې کشور له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د نورو ګوندونو پشمول د هغوی ګوند هم د پوځي عدالتونو په اړه اند ېښنې وې خو د روان ملکي حالاتو له وجې ټولو په دې اتفاق کړې چې د پوځي عدالتونو موده دې وغځول شي.

د پوځي عدالتونو په اړه مهمه فيصلې لپاره د پارلېماني ګوندونو غړیو مشاورتي غونډه بي په را روانه هفته کې کېږي.

۲۰۱۴م کال پر ۱۶ م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلیک سکول تر حملې وروسته د پاکستان پارلېمان د یوه اییني ترمیم له مخې د دوو کالو لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه او د يادو عدالتونو موده د کال ۲۰۱۷ جنورې مياشت پر اوومه نېټه سر ته ورسېدله

د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ مياشت کې په يويشتم (۲۱) آیيني بدلون او پاکستان پوځي اېکټ کې ترميم ورستو په ملک کې نهه (۹) پوځي عدالتونه جوړ کړې شول چې پکې درې په خېبر پښتونخوا، درې په پنجاب، دوه په سیند او يو په بلوچستان کې وو.

XS
SM
MD
LG