د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا له خیبر پښتونخوا سره که جلا صوبه؟


په اسلام اباد کې د زیارت په ماښام د شهید بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې د فاټا ګډولو په نوم یو ورځنی سېمینار وشو چې پکې له فاټا او له نوره پاکستانه سېنېټرانو مشرانو او زده کونکیو ګډون وکړ.

اسلام آباد کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لړ کې شوي سېمینار کې د ګډونوالو وینا وه چې ترڅو فاټا مستحکمه نه وي تر هغو پاکستان نه شي مستحکم کېدای نو باید چې قبایلي سیمې ژر تر ژره په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړي خو ځینو ګډونوالو بیا ویل چې فاټا ته دې د جلا صوبې حیثیت ورکړل شي.

په اسلام اباد کې د زیارت په ماښام د شهید بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې د فاټا ګډولو په نوم یو ورځنی سېمینار وشو چې پکې له فاټا او له نوره پاکستانه سېنېټرانو مشرانو او زده کونکیو ګډون وکړ.

ایاز وزیر د فاټا جلا صوبې ګټې په ډاګه کړې چې له دې سره به دسېنېټرانو شمېره ۲۳ تنو ته ورسېږي، خپل به یې حکومت وي او قربیا ۵ یا ۷ فيصده به په این ایف سي ایوارډ کې برخه ترلاسه شي ګورنر به یې خپل وي. وزیران به یې خپل وي. صوبايي ممبران به یې خپل وي.

پر دې مهال د پاکستان پيپلز پارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر په خپله وینا کې وویل، دا یې وخت دی چې حکومت ژر تر ژره قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړي.

د نوموړي په وینا باید حکومت تر فاټا اصلاحاتو مخکې پر خپلهافغان تګلاره باندې هم نظر تېر کړي او دا چې دفاټا اصلاحاتو په لړ کې د پوځ لخوا هم څه اندېښنې مخې ته نه دي راغلي نو بیا ولې حکومت اصلاحات نه پیلوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د کرمې ایجنسۍ سېنېټر سجاد توري وویل، حکومت له دوی سره د فاټا اصلاحات عمليکولو ژمنه کړې وه.

د سجاد توري په وینا، د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په خپل رپورټ کې کښلي ول چې په پنځو کلونو کې به د فاټا اصلاحاتو بهیر سر ته رسول کېږي او دا رنګ به د ۲۰۱۸ م کال په عامو ټولټاکنو کې د فاټا ولس ته په صوبايي اسمبلۍ (خیبر پښتونخوا) کې استازیتوب ورکول کېږي نو دا د فاټا له ولس سره د وفاق ژمنه وه.

له سېمینار سر ترڅنګ له شمالي وزیرستانه راغلي ملک غلام خان وزیر مشال راډیو ته وویل قبایل غواړي چې د دویسیمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي. ایف سي ار ختم کړل شي. کوم قانون چې په پاکستان کې دی او کوم آئین چې د پاکستان لپاره دی باید هغه قانون د فاټا ولس ته هم ورکړل شي.

مشال راډیو چې په غونډه کې موجود د قبایلي چارو له یوه څېړونکياو پخواني سفارتکار آیاز وزیره په دې اړه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې د قبایلو ګټه په جلا صوبه کې ده. هغه وویل دی خپله په خیبر پښتونخوا کې د ورګډېدو ملګری دی او د صوبې [خیبر پښتونخوا] هم ملګری دی خو زیاتوي هرځای یې دا ویلي چې د ده موخه د قبایلیو لپاره ګټه راوړل دي.

آیاز وزیر وویل یوڅوک دې ده ته په ورګدېدو کې ګټه وښيي؟

هغه د فاټا جلا صوبې ګټې په ډاګه کړې چې له دې سره به دسېنېټرانو شمېره ۲۳ تنو ته ورسېږي، خپل به یې حکومت وي او قربیا ۵ یا ۷ فيصده به په این ایف سي ایوارډ کې برخه ترلاسه شي ګورنر به یې خپل وي. وزیران به یې خپل وي. صوبايي ممبران به یې خپل وي.

ایاز وزیر پوښتنه وکړه که دوی غواړي چې په خېبرپښتونخوا کې ورګډ شو او دا ټولې ګټې شا ته وغورځوو.نو ورګډ به شو خو راته دې وښيي چې په هغه کې تر دې زیاته ګټه شته؟ که وي نو بسم الله سبا پرې ورځو خو په هغې کې [زه ګټه نه وینمه].

د یادونې ده چې تر دې دمه په فاټا اصلاحاتو باندې دوه نظرونه مخې ته راغلي دي یوه ډله وايي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي ځکه چې د دوی ټول معاملې له دغه صوبې سره تړلي دي.

دغه رنګ د بلې ډلې وینا ده چې قبایلو ته دې جلا صوبه یا کونسل ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG