د لاسرسي ځای

ګورايا "پر ټولنيزو رسنيو مو د نفرت خپرونکو ډلو لسګونه پاڼې تړلې"


احمد وقاص ګورايا

د ټولنیزو رسنیو فعال احمد وقاص ګورایا وايي، د اسلام پیغمبر د سپکاوي تور لګېدو له کبله يې په پاکستان کې کورنۍ له ګواښونو سره مخامخ دہ۔ نوموړ‎ی له هغو پينځو فعالانو یو وو چې د جنورۍ په میاشت کې له لاهور ښارہ لا درکه کړل شوی وو.

د دوی د ورکولو شک د پاکستان پر جاسوسي ادارو وشو خو د د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثار دا شکونه بې ځايه وبلل. د دوی د موندلو لپارہ په پاکستان او نړ‎یواله کچه فعالانو کمپاین وچلاوه چې بيا درې اونۍ وروسته خوشې کړل شول۔ د بند پر مھال ځينو پاکستانيو ټې وي چینلونو پر فعالانو تور پورې کړ چې د ټولنیزو رسنیو له لارې يې د اسلام پېغمبر سپکاوی کړی دی۔ وقاص ګورایا اوس په ھالېنډ کې له خپل زوی او مېرمنې سرہ یوځای شوی دی۔ نوموړ‎ي د مشال راډیو له ھمکار عبدالحي کاکړ‎ سرہ ځانګړ‎ې مرکه کړ‎ې خو البته چا تښتولی وو او د بند پر مھال څه ورباندې تېر شوي په دې اړه له مالوماتو ورکولو انکار وکړ.

پوښتنه: پر فېسبوک تاسو د موچي يا چميار په نوم پاڼه چلوله چې ستاسو په خبره د مياشتې يې شاوخوا شپېته لاکه کتونکې درلود. دا نوم مو ولې غوره کړ او پکې ليکل به مو څه؟

ځواب: لومړی خو د موچي يا چميار مانا د بوټ پالش والا ده، زموږ په رسنيو، سياستوالانو او پوهانو کې داسې خلک شته چې د پوځ نوم استعمالوي او پر اساس يې د ځان حیثيت لوړوي نو موږ به هغو ته موچي ويل. مقصد دا چې هغه خلک چې د پوځ نوم په استعمالولو سره طاقت ترلاسه کول غواړي. دویم مقصد مو دا وو چې د پاکستان هره اداره بايد په سياست کې مداخله و نه کړي. نو د دې لپاره ښه طريقه هم دا وه چې د عادي خلکو توجه هم ترلاسه کړو او بله داچې سياسي طنز و مزاح هم پکې وي.

پوښتنه: خو د فعاليت مقصد څه وو؟

ځواب: په يوه رياست کې بايد د ټولو لپاره يو قانون واکمن وي، ټول انسانان برابر وي او تاسو هېڅوک هم د مذهب يا نسل پر بنياد نه لوړ، نه کم، نه کافر او نه غدار ګرځولای شی خو له بده مرغه په پاکستان کې په دې کې يوه خبره هم هېڅوک نه خوښوي.

پوښتنه: تاسو چې کله و تښتول شوی نو د پاکستان پر ځینو ټېليویژني چېنلونو پر تاسو او ملګرو داسې تور و لګول شو چې ګواکې پر پاڼه به مو د اسلام پیغمبر سپکاوی کولی خو تاسو دا هرڅه دروغ وګرځول او واياست چې تاسو خو سياسي طنز و مزاح کوله او له مذهب سره مو هېڅ کار نه درلود خو اوس چې دغه تور درباندې پورې شوی دی نو هلته په لاهور کې مو پر کورنۍ څه تېرېږي؟

ځواب: زما کورنی ګواښول شوې ده ځکه يې له يوه کوره بل ته کډه وکړه خو هلته هم د کوڅې خلکو تنګول چې تاسو احمديان شوي ياست، د اسلام پرضد سازشونه کوی. زما يو تره يا اکا جمات ته تللی وو خو د ننوتو اجازه ورنکړل شوه. ټولنيز فشار لا هم پرځای دی. ان زموږ دوستان او خپلوان دهړکې راکوي. زموږ هغه خپلوان چې له مذهبي پلوه تندلاري دي زموږ کور ته ورځي او د کورنۍ غړیو ته مو وايي چې تاسو د وقاص ګورايا ملګري ياست او پرې به مو نږدو. زما ځينې انتهاپسنده خپلوانو زما پلار ته ويلي ول که وقاص د تښتونکو له منګولو راخلاص هم شو نو بيا به يې دوی و وژني.

پوښتنه: داسې ویل کېدل چې تاسو د دې لپاره لادرکه کړل شوي ياست چې د ټولنيزې ميډیا هغو فعالانو ته چې پر وسله والو يا د پوځ تنقيد کوی پیغام ورکړی چې نور غلي شئ؟ اوس چې تاسو راخلاص شوي ياست نو ټولنيزه رسنۍ څاري نو څنګه انګېری چې ایا خلک غلي شوي دي او که څنګه؟

ځواب: پر فېسبوک د روشني، همکلامي په نوم پاڼې وې چې ورته د پاکستان اتلان ويلای شو، د هغوی دريځ دی چې پاکستان د ټولو په شريکه دی اوپکې رنګ، مذهب او نسل د هر چا شخصي خبره ده او ټول وګړي يو شان حقونه لري او د دغو پاڼو به د ادارو او سياسي ګوندونو پر غلطيانو تنقيد کولی. خو اوس بندي شوي دي. دغو پاڼو زيات محنت وکړ او متبادل فکر يې رامنځ ته کړ البته دا بېله خبر ده چې زموږ رياست يې فکر خوښوي او که نه، خو هغه خلک چې له نورو مختلف فکر کوي هغوی ته به يې بل فکري چوکاټ ورکولی. که تاسو د سېوڼ شريف وسله وال بريد وروسته پر ټولنيزو رسنيو نظر واچوئ نو داسې خلک به فعاله و وينئ چې په زرو طريقو به دا ثابتوي چې بريد ښه وو چې وشو خو د دې پاڼو له تړل کېدو سره چې کوم متبادل سوچ مخې ته راتلی هغه له منځه ولاړ.

پوښتنه: ايا تاسو پر ټولنيزه مېډیا د ترهګرۍ خلاف هم مبارزه کوله؟

ځواب: د ترهګرۍ خلاف موږ ډېر زيات کار کړی دی. زموږ د ملګرو يوې ډلې پر ټولنييزه مېډیا د فعالو تندلاريو ډلو پاڼو د تړلو لپاره بشپړه طریقه جوړه کړې وه. موږ به هغه پاڼي چلېدو ته نه پرېښودلې او د کرکې خورلو د ثبوتونو پر اساس به مو د دوی پرضد د فېسبوک او نورو پاڼو چارواکیو ته مالومات ورکول چې په نتیجه کې به و تړل شوې. په داسې کولو سره موږ پر ټولنيزو رسنيو د تندلارو ډلو فعاليت له منځه يو وړ.

پوښتنه: تاسو پر خپلو پاڼو د هغو کسانو په اړه هم ليکل کول چې په پاکستان کې لارکه کړل شوي دي. اوس چې په خپله تر دې عمل تېر شوی یې نو د لادرکه کسانو په اړه مو احساس څنګه دی؟

ځواب: په سر کې به ماته داسې ښکارې ده چې د يو چا تښتول يا ورکول د قانون خلاف کار دی خو د دې له دړده او نفسياتي تکليفه خبر نه وم. زما تجربه دا وايي، که يو څوک ورک کړل شي يا و تښتول شي نو دا پر خپلځای يوه وړه خبره ده، هغه کس به مړ شي يا به ژوندی پاته شي خو په ټولنه کې چې د دوی کورنۍ څنګه ځورول کېږي، دوی د انصاف دروازه ټکوي خو انصاف نه ورته تر لاسه کېږي، کورنۍ يې ټول ژوند په دې انتظار وي چې کس به مو راشي که نه، زما په فکر که څوک کولای شي بايد د دغو کورنيو په نفسياتی اړخونو نه يوازي تحقيق وکړي بلکې د هغو د مرستې يو طریقه جوړه کړي او د دې ترڅنګ د دغو کورنيو په رواني او ټولنيزو ښېګړو کار وشي.

پوښتنه: ستاسو د لاردکه کېدو وروسته پر کورنی مو څه تېر شول؟

ځواب: ما تاسو ته د خپل درې کلن زوی خبره کړې وه. زما تر تښتوني له مخه هغه له سره خبرې نه شوې کولای، خو تر تښتونې وروسته هغه خبرې پيل کړې، غوسه يې شروع کړه، زه چې راخلاص هم شوم له هغه را وروسته اوس هغه شپې مهال خوب نشي کولای، ټوله ورځ په کور کې شیان غورځوي راغورځوي، موږ وهي، ماشومان ټکوي، یاني د ده رويه جارحانه شوې ده. د ده د رويې په بدلېدو کې به اوس کلونو کلونه وخت لګېږي. له خلاصېدو وروسته مې خپل پلار ولېدلو خو اوس دی هم هغه پخوانی کس نه دی پاته شوی.

XS
SM
MD
LG