د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي عدالتونو موده غځولو په باب د پارلېماني ګوندونو غونډه


په پاکستان کې د پوځي عدالتونو په اړه د پارلېماني ګوندونو غړیو مشاورتي غونډه به نن د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ کې کېږي.

تيره ورځ په اسلام اباد کې بندې کمرې غونډې ورستو د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وو چې ټول ګوندونه د پوځي عدالتونو په بيا بحالولو متفق شوي دي خو پېپلز ګوند د ځيني تحفظاتو له وجې په دې غونډه کې شريک نه وو.

د معلوماتو تر مخه پاکستان پيپلز ګوند دا تحفظات لري چې د پوځي عدالتونو موده غځولو لپاره دې اول ټول ګونډيزه غونډه راوبللې شي او د هغې پس دې څه فيصلې وشي.

اياز صادق په وېنا پوځي عدالتونه دا وخت د ملک ضرورت دې خو اپوزېشن ګوندونه دا د ټاکل شوي وخت لپاره غوښتنه کوي چې داسې پوځي عدالتونه مستقل پاتې نه شي.

د معلوماتو تر مخه پېپلز ګوند به نن په غونډه کې ګډون کوي.

د جميعت علماء اسلام (ف) ګوند پارلېماني مشره نعيمه کشور مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د نورو ګونډونو پشمول د هغوی ګوند هم د پوځي عدالتونو په اړه اند ېښنې وې خو د روانو ملکې حالاتو له وجې ټولو په دې اتفاق کړې چې د پوځي عدالتونو موده دې وغځول شي.

نعيمه کشور زياته کړه چې په غونډه کې دا هم غوښتنه شوې چې د دعدالتونو څارني لپاره دې يوه پارلېماني کمېټي هم جوړه کړې شي

(ټولو ګوندونو په دې اتفاق وکړو چې سمه ده چې يو جمهوري حکومت کله هم داسي نشي کولې چې په ملک کې پوځي عدالتونو ته اجازت ورکړي خو په ملک کې داسې حالات دي چې له مجبورۍ ګوندونو فيصله وکړه چې د دې لپاره مخکې تلل غواړي او د دې لپاره کار کول غواړي. که څه په پرونۍ غونډه کې پيپلز ګوند نه وو شريک نو څه فيصله ونه شوه.په دې کې زموږ د تولو نه لويې اعتراض دا وو چې دې لپاره دې يو کمېټي جوړه شي په مستقل توګه په دې کار کوي او که مياشت پس نه وي نو درې مياشت پس دې ميلاوېږي.نو پرون په دې اړه تر ډيره حده پورې خبرې شوي دي نن به پيپلز ګوند هم ګډون کوي نو اميد دې چې څه فيصله به وشي.)

له دې نه وړاندې د پوځي عدالتونو موده په غځولو د پيپلز ګوند، پاکستان تحريک انصاف او جميعت علماء اسلام ف ډلې پشمول يو شمېر پارلېماني ګوندونو اندېښنه ښودلې وه اوويلي وو چې ياد عدالتونه د يو خاص مقصد او ټاکل شوي وخت لپاره جوړ کړل شوي وو نو حکومت دې اوس د مودې له غځولوډډه وکړي.

۲۰۱۴م کال پر ۱۶ م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلیک سکول تر حملې وروسته د پاکستان پارلېمان د یوه اییني ترمیم له مخې د دوو کالو لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه او د يادو عدالتونو موده د کال ۲۰۱۷ جنورې مياشت پر اوومه نېټه سر ته ورسېدله.

د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ مياشت کې په يويشتم (۲۱) آیيني بدلون او پاکستان پوځي اېکټ کې ترميم ورستو په ملک کې نهه (۹) پوځي عدالتونه جوړ کړې شول چې پکې درې په خېبر پښتونخوا، درې په پنجاب، دوه په سیند او يو په بلوچستان کې وو.

XS
SM
MD
LG