د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابدالي: پاکستان دې په خپله خاوره کې ترهګر وځپي


په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي پر پاکستان غږ کړی چې د نورو هېوادونو د ملامتولو پر ځای دې د ترهګرۍ پر ضد سم اقدامات وکړي.

نوموړي له هندي خبري اژانس اې اېن ای سره د پنجشنبې په ورځ په مرکه کې ویلي، نوی ډیلی او کابل دواړه د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي خو پاکستان دې دا مبارزه پر داسې ډول پر مخ یوسي چې د ترهګرو ډلو تر منځ توپیر و نه کړي.

ابدالي زیاته کړه چې اسلام اباد دې ترهګري د سیاسي مقاصدو ترلاسه کولو لپاره نه کاروي. پاکستان په بیا بیا دا تورونه رد کړي او وايي، د وسله والو تر منځ توپیر نه کوي او د چارشنبې پر ورځ یې په ټول هېواد کې د نویو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG