د لاسرسي ځای

نواز شریف: وسله وال افغان خاوره د پاکستان پرضد کاروي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف تور پورې کړی چې د افغانستان خاوره یې د هېواد پر ضد کارول کېږي.

نوموړي تېر ماښام په انقره کې له ترکي وزیراعظم بن علي یلدرم سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، افغان حکومت ته یې ګیله کړې ده چې هلته مېشت وسله وال په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

نواز شریف وویل، هیله من دی چې افغان حکومت به د وسله والو د ورتګ مخنیوی وکړي.

کابل په بیا بیا ویلي چې د هېچا پر ضد خپله خاوره کارولو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG