د لاسرسي ځای

تازه خبر

''هېڅ یو قانون د پولو تړلو اجازه نه ورکوي''


پر تورخم دروازه ګڼ افغان وګړي د لارې تړلو کړولي.
پر تورخم دروازه ګڼ افغان وګړي د لارې تړلو کړولي.

پراګ - د پاکستان پارلېمان د بهرنیو چارو کمېټیو غړیو پر ډېورنډ کرښه پر تګ راتګ د بندیز پر اقدام انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې دا د ترهګرۍ په مخنیوي کې موثره نشي ثابتېدای. په دوی کې ځېنو تېر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې پر حکومت غږ وکړ چې قانوني اسناد لرونکیو ته باید پر تورخم، چمن، غلام خان بندر او پر نورو لارو د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. اخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي په دې لړ کې فیصله به په مناسب وخت کې وشي.

د سېنېټ بهرنیو چارو کمېټۍ غړي او د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر داود خان اڅکزي وویل، د هېواد دننه که امنیتي مسله وي نو پولې په هېڅ قانون یا اصول نشي تړل کېدای.

"تر دې بد حالات په افغانستان کې ۴۰ کاله تېر شوي. هغه پوله خو موږ ته نه ده بند شوې نو موږ که هغوی ته پوله بندوو، زما په خیال دا به په اخلاقي طور ډېر بد کار وي. که له تاسره ویزه وي او اسناد درسره پوره وي نو په یو قانون هم تا هېڅوک نشي ګرځولای. دننه که ستا څه مسله وي او د هغې مخنیوی کوې، نو سرحد په کوم اصول بندېږي؟"

په دا وروستیو کې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې وسله وال بریدونه وشول او د روانې میاشت پر ۱۶مه په سېوڼ شریف کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان پوځ وویل چې ((د امنیتي وجوهاتو له کبله)) د ډېورنډ پر کرښه هر ډول تګ راتګ بندوي.

خود قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو کمېټۍ غړی او د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، د پولو له تړلو سره د ناامنیو مسله نشي هوارېدای بلکې خلکو ته تکلیف زیات رسي.

بلخوا په سېنېټ کې د بهرنیو چارو کمېټۍ یو بل غړی او د پاکستان تحریک انصاف یو مشر شبلي فراز وايي، په غیرعادي امنیتي حالاتو کې کله کله حکومت مجبوره شي چې داسې اقدامات وکړي.

دی وايي، البته د راتلونکي ګل پر ورځ یې د کمېټۍ غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سېکرټري تهمینه جنجوعه او د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز ورغوښتي او هغوی ته به وايي چې د خلکو تګ راتګ لپاره دې یو مېکانېزم جوړ کړي.

((موږ به [حکومت ته دا ووایو] چې یو مېکانېزم جوړ کړي. ځکه چې زموږ د دواړو خواو خلکو له لسیزو راهیسې تعلقات دي، دلته او هلته د خلکو خپلوان دي، ناروغان وي – نو یو مېکانېزم باید جوړ کړل شي چې ورسره سم به هغه خلک چې ویزې لري او په امنیتي توګه تر شک یا سوال لاندې نه دي، نو هغوی ته باید د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.))

د زیارت په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د پولې بیا پرانیستو پرېکړه به په مناسب وخت کې وشي خو نور وضاحت یې ورنکړ.

تېره ورځ بیاپه پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل، د تورخم او چمن پر لارو تګ راتګ درول، له بشري او نړیوالو قوانینو سره سمون نه خوري نو ځکه دې دا لارې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG