د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ اوسنیو پېښو عدالتونه څومره اغېرمن کړي؟


د تیرې نهې په ورځ د چارسدې ضلعې په تنګي تحصیل کې په عدالت او وکیلانو ډله ایز وسله وال برید یو شمیر کسانو ته مرګ - ژوبله واړوله. له دې وړاندې هم په پیښور، مردان، چارسده او کوټه کې پر عدالتونو، ججانو او وکیلانو دغه ډول بریدونه شوي دي.

په دې حالاتو کې دا پوښتنې راپورته کېږي چې په پاکستان کې عدالتونه، ججان او وکیلان څومره محفوظ دي؟ او هغوی په دې حالاتو کې د وسله والو پرضد د مقدمو چلولو څومره توان لري؟ او متبادل یې څه کېدی شي.

په چارسده کې د وکیلانو یو مشر ایډوکېټ شکیل احمد چې د تنګي وسله وال برید پرمهال دغلته موجود وو، وايي، دغه ډول بریدونو په کتو چې وکیلان په ډاډه زړه خپل کار وکړي لا نورو امنیتي ګامونو ته اړتیا ده.

"هغومره تحفظ چې عدالتونه، ججان او وکیلان ورته دا مهال ضرورت لري، مشکل ښکاري. دا راز د وسله والو پر ضد په مقدمو کې پولیس مکمل تحقیقات نه شي کولی او ګواهان هم له ویرې عدالت کې د وسله والو خلاف نه حاضریږي نو په دې حالاتو کې به منصفانه عدالتي کاروايي امکان ونه لري."

د انساني حقونو مبارز او سیاستوال افراسیاب خټک وايي چې عدالتونه یوازې د مقدمو لوجې نه په نښه کېږي بلکې وسله وال د جمهوریت او جدید نظام مخالف دي او عدلیه هم د دې یو علامت دی نو ځکه پرې بریدونه کوي.

"مشکله ده چې سیاسي ګوندونه له حکومت سره بیا د پوځي عدالتونو په معامله سلا شي. سیاسي ګوندونه به له حکومته دوه پوښتنې کوي چې د ترهګرۍ پرضد قامي ایکشن پلان ولې نه عملي کېږي او دویم دا چې له دې وړاندې د پوځي عدالتونو په موده کې د سیول عدالتونو کارکردګي ښه کولو لپاره حکومت څه وکړل؟"

افراسیاب خټک وايي د ریاست هره اداره خپل اییني دایره کار لري پکار دي چې په هغې کې دننه موثره کردار ترسره کړي. دی زیاتوي چې ملکي عدالتونه پیاوړي کول پکار دي یوازې پوځي عدالتونه جوړول مستقل حل نشي کېدی.

خو د دفاعي چارو څیړونکی ریټایرډ بریګېډییېر سعد محمد وايي له دې وړاندې هم د اییني بدلون په ترڅ کې د دوو کلونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ شوی وو خو سیول حکومت په دغه موده کې عدالتي نظام کې اصلاحات ونکړل چې لوجې یې بیا د دوو کلونو وړاندې په څېر حالات رامنځ ته شوي دي.

"عدالتونه چلول د پوځ کار نه دی خو پوځ د ریاست یوه ادره ده او چې حکومت یې په بیړني حالاتو کې له دفاع علاوه نورو چارو لپاره هم استعمالوي نو دوی یې په اییني توګه پابند دي. د دې باوجود که پوځي عدالتونه جوړېږي نو پکار ده چې د لږ وخت لپاره وي او حکومت په دغه موده کې سیول عدالتي نظام کې بهتري راولي چې بیا د پوځي عدالتونو ضرورت نه پېښیږي."

څیړونکي وايي د وسله والو پرضد جوړ کړل شوی قامي ایکشن پلان که په سمه توګه عملي شي نو د هېواد هر وګړی او د ریاست هره څانګه به محفوظه شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG