د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا معپ د افغان کډوالو نیولو ضد پارلمان کې ږغ پورته کوي


د پاکستان د نوربرخو تر څنګ په بلوچستان صوبه کي هم د افغان کډوالو په نیولوله خواشینۍ ډک غبرګون ښودلی دی. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دې عمل خلاف قامي او صوبايي اسمبلیانو ته د یوه قرارداد وړاندېکولو پرېکړه کړې.

د کوټې ښار په ګډون په پشین او قلعه عبدالله ولسوالیو کې د پولیسو او سرحدي عسکرو له لوري د افغان کډوالو د له امله په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال له ویرې او سختو کړاونو سره مخامخ شوي دي.په دې اړه د مسلم باغ د ملغګي کېمپ مشر ملک نادر خپل مشال راډيو ته په خپل فریاد کې وویل، (حکومت مو نېږدې شل هغه کسان نیولي چې مهاجر کارډونه ورسره ول، نور خو پرېږدې چې نیولي یې دي. او بل یې پولې هم تړلې دي چې خلکو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېری وايي چې د دوی ګوند نه یوازې د افغان کډوالو بلکې په ټول پاکستان کې د پښتنو د نیولو او ځوروبو پرضد په اسمبليانو کې قراردادونه راوړي ـ

که د افغان کډوالو خبره ده هغوی ته پاکستان کارډ جاري کړی دی، د ملګرو ملتونو د مېنډېټ له مخې دغه کډوال د ۲۰۱۸ م کاله پورې هېڅوک نه نیولی شي او نه یې له دې هېواده شړلی شي. له افغان کډوالو سره ډېر سپک چلند کېږي. او موږ د دې سخته غندنه کوو.پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ به په قامي اسمبلۍ، صوبايي اسمبلۍ او سېنېټ کې د دغه اقدام خلاف سخت اواز پورته کوو. سخت احتجاج به کوو. دا یوازې د افغان کډوالو ستونزه نه ده بلکې چېرته چې دوی پښتون ویني، دا معلوم شي چې دا پښتون دی هغه نیسي، وهي یې او ډبوي یې. تاسو ولیدل چې د پنجاب حکومت د یوې ضلعې منډي بهاوالدین لخوا یوه اعلامیه خپره شوې ده چې چېرې تاسو پښتون وینئ چې چېرې تاسو پټان وینئ، هغه به نیسئ. دا کومه رویه ده.

د یادولو ده چې د سیند په سېوڼ شریف او لاهور کې تر ځانوژونکیو بریدونو ورسته د پاکستان حکومت نه یوازې له افغانستان سره خپله پوله وتړله بلکې پولیسو د هېواد د نورو برخو غوندې په بلوچستان کې همد افغان کډوالو په نیولو لاسپورې کړی دی. په کوټه کي د پولیسو یو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه ویلی دي چي دوی یوازې هغه افغانان نیسي چي مهاجر کارډونه (پي او آر کارډونه) نه لري.

XS
SM
MD
LG