د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اسلام اباد او کابل د امنیت لپاره همکارۍ ته ژمن دي"


د پاکستان خارجه چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان خارجه چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا

پاکستان وايې افغانستان ورسره د ترهګرۍ ضد ګامونو کې د همکارۍ ژمنتیا ښودلې ده.

د خارجه چارو دفتر وياند نفيس ذکريا د زيارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته وويل چې دا خبره څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان خارجه چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره په ملاقات کې کړې ده.

نفیس ذکریا زیاته کړه چې په دغه ملاقات کې حضرت عمر زاخېلوال او سرتاج عزیز په دې هم سلا شول چې په افغانستان او پاکستان کې د امنیت لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ موثره سرحدي نظام ډېر مهم دی.

نفيس ذکريا همدا راز وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي او پکار ده چې د مخنیوي لپاره یې په ګډ‌ه کار وشي او دا چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړی دی.

"پاکستان په افغانستان کې د امن او استحکام راوستلو لپاره ژمن دی. اسلام اباد په دې یقین لري چې د افغانستان د سولې لپاره جوړ کړل شوی څلور اړخیزه سازمان (کیو سي جي) به د دغه هېواد د امن لپاره عملي او مهم رول ولوبوي."

XS
SM
MD
LG