د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي ۲۰ ژوبل


د لاهور چاودنې تصویر. د فبرورۍ ۲۳مه ۲۰۱۷ کال
د لاهور چاودنې تصویر. د فبرورۍ ۲۳مه ۲۰۱۷ کال

که څه هم د پنجاب د قانون صوبايي وزير رانا ثناءالله له مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي چې په پېښه کې اته کسان وژل شوي او ۲۱ ژوبل شوي دي خو د صحت صوبايي وزير خواجه عمران نذير د لاهور عمومي روغتون بهر خبريالانو ته ويلي چې په پېښه کې يواځې پينځه کسان وژل شوي دي.

"پينځه مړي د لاهور جنرل هسپتال ته راوړل شوي دي. دې سره سره ۱۲ ژوبل کسان د ډېفنس نېشنل هسپتال ته رسول شوي دي. له دې پينځو وژل شویو علاوه تر دې دمه نور نه دي وژل شوي. تر اوسه پورې حتمي خبر نه وو خو اوس زه د دې خبرې پخلی کوم چې پينځه تنه په دې پېښه کې وژل شوي دي."

دا چاودنه د لاهور ښار د یوې پوش سيمې ډيفنس په وای بلاک کې په يوه داسې ودانۍ کې شوې چې د جوړېدو په حال کې ده.

د لاهور پوليسو يو مشر (ډي ايي جي اپرېشنز) ډاکټر حېدر اشرف د پيښې پرځای مطبوعاتو ته ويلي چې تر دې دمه د دې خبرې پخلی نه کېږي چې د پېښې نوعيت څه وو.

د پيښې معلوماتو ورکولو پر وخت د ژغورنې ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ وياند فاروق هم د پينځه کسانو د مړينې پخلی کوي او وايي ټول ۳۵ تنه روغتون ته رسول شوي دي.

"زموږ ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ ته په پينځلس منټه باندې يوولس بجو ټيليفون راغی او موږ ژر تر ژره دلته ځان راورسولو. موږ په بېلا بېلو ګاډو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان روغتون ته رسولي دي چې پکې پينځه کسان وژل شوي ول. تاسو ګورئ چې په دې پېښه کې يوه وداني راپرېوتې او ورسره نزدې ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی. د پينځو ودانيو ښيښې ماتې شوې دي. موږ چې کوم ژوبل کسان روغتون ته وړي دي په هغو کې د څلور يا پينځو کسانو حالت مرګونی وو."

تر دې چاودنې سمدستي وروستو اوازه راغلې وه چې د ښار په ګلبرګ سيمه کې يوه بله چاودنه شوې خو د لاهور ډپټي کمشنر او د پوليسو ويلي چې بله هېڅ پېښه نه ده شوې او هغه تشې ګنګوسې وې.

د اسوسيیېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د پنجاب پوليسو وياند ناياب حیدر له خوا پخلی شوی چې دا بمي چاودنه وه خو په سرکاري توګه یې پخلی نه دی شوی.

د چاودنې ذمه واري د تحريک طالبان حکيم الله مسود ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG