د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې په سوريه کې د خوندي سيمو جوړولو ته چمتووالی ښودلی


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، روسیه حاضره ده چې په سوريې کې د خوندي سیمو د رامنځته کېدو لپاره له امريکا سره خبرې وکړي. نوموړی زياتوي، روسيه باور لري چې په دې لړ کې يو داسې پلان ته اړتیا ده چې د سوريې له حکومت سره همغږی شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نوموړي په سوريه کې د خوندي سیمو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رېکس ټیلرسن سره تیره اونۍ په جرمني کې د کتنې پر مهال لنډې خبرې وکړې خو ټیلرسن ورته وویل چې پر دغه پلان باید نور کار وشي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت ویلي و چې نوموړی غواړي په سوريه کې داسې خوندي سیمې رامنځ ته شي چې هغه سوريايان چې له جګړو تښتي نو دغو سیمو ته پناه یوسي او اروپا يا امريکا ته کډوال نه شي. ټرمپ د دې پلان پر تفصيلاتو د کار کولو لپاره د امريکا دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې وه.

لاروروف ويلي، روسيه به د امريکا لخوا د تجويز کړل شوي پلان انتظار وکړي خو د هغه په وينا روسيه باور لري چې په سوريايي سيمو کې د خوندي ځايونو جوړولو په اړه بايد د سوريې له حکومت سره همږغي رامنځ ته شي. د لاوروف په خبره که چيرې داسې ونه شي نو د دې پلان عملي کول به ګران شي.

داسې ښکاري چې لاوروف د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د هغه دريځ ملاتړ کوي چې نوموړي ويلي و چې که چيرې له سوريايي حکومت سره همږغي رامنځ ته نه شي نو په دې هېواد به کې د بهرنيانو لخوا د خوندي سيمو جوړول د دوی د خپلواکۍ سرغړونه وي.

په سوريه کې د خوندي سيمو جوړولو د ناقدينو يوه مهمه اندېښنه دا ده چې د لوېديځو قوتونو لخوا په دې هېواد کې په زوره د دا ډول سيمو جوړول به له روسي او سوريايي ځواکونو سره وسله والو نښتو ته لاره هواره کړي چې وار له مخه په نږدې سيمو کې فعاليت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG