د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې چاودنې اووه کسان وژلي


د پنجاب سرښار لاهور په ډېفنس سيمه کې نن د پنجشنبې په ورځ د يوې ودانۍ دننه چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او پينځلس ژوبل شوي دي.

د پنجاب قانون وزير رانا ثناءالله له مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي چې لا هم د چاودنې د نوعيت په اړه معلومات نه لري خو د اوو ۷ کسانو د وژنې او د پينځلسو نورو د ژوبلېدو پخلی يې وکړ.

د راناثناءالله په وينا چې په ژوبلو کسانو کې د ځينو حالت مرګونی ښودل کېږي او اندېښنه ده چې د مړیو شمېره نوره هم زياته شي.

د لومړنیو معلوماتو ترمخه دا پېښه په داسې يوه ودانۍ کې رامنځ ته شوې چې رغونه يې روانه وه خو چارواکي دعوه کوي چې دا د جنرېټر چاودنه ده.

د پنجاب حکومت د ټولنيزو رسنيو په ويبپاڼه ټويټر هم دعوه شوې چې دا جنرېټرچاودنه ده او نور معلومات به وروستو خپروي.

XS
SM
MD
LG