د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ښځې دې د سولې په راوستو کې فعاله ونډه واخلي


د ننګرهار ولایتي ادارې د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ پريکړه لیک نه د ملاتړ په موخه د( ښځه او سوله ) تر سرلیک لاندې يوه غونډه رابللې وه چې د ننګرهار ولایت د ښځو چار په و رياست سربېره په کې د کونړ او لغمان ولایتونو څخه د ښځو چارود ریاستونو مسوولینو هم برخه لرله.

د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ پريکړه لیک د ملاتړ دې غونډې ته د ولایتي ادارې پر چارواکو سربيره د افغانستان د سولې د عاليکميسیون مرسیتاله او د فرانسي هېواد سفير هم راغلي ول.


د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشرې انیسې عمراني په خپله پرانستیونکي وینا کې د ملګرو ملتونو د پريکړه لیک نه د ملاتړ تر څنګ وویل، ښځه کولای شي چې د سولې په راوستو کې رغنده رول ولوبوي.

(( ښځه هم کولای شي چې په سوله، امنیت، منازعاتو او ټولو تصمیم نیوليو کې ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو غړي دغه پريکړه لیک ته ژمن دي، افغانستان یې هم پّ تطبیق کې دې ته ژمن دی او د دغه اهدافو د تطبیق لپاره عملي پلان لري.))


د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، که په ټولنه کې د ښځو رول ته اهمیت ورکړل شي، نو ډيرې ستونزې ورسره اورېدلای شي.

(( هدف دا و چې د ښځې رول په ټولنه کې او همدارنګه د ښځو د حقونو د دفاع او د سولې په ټيګښت کې دلته خبرې وشوې. که موږ ټول دغه مسوولیت ته چې د ټولو مسوولیت دی، د ښځې رول ته له کورنۍ نيولې تر ټولنې پورې هغه څه چې لازمه ده، ارزښت او قدر ورکړل شي، زه فکر کوم چې په ټولنه کې به مو زیاتې ستونزې په دې برخه کې حل کړي وي.))


د افغانستان د سولې د عالي کميسيون مرستيالې حبيبې سرابي وویل، که چېرې د سولې په بهير کې ښځه ونډه ونه لري، هغه لاسته راوړنې چې په تېرو کلونو کې مو په دغه برخه کې لرلي دي، له لاسه ووځي.

دا وايي:

(( که چېرې ښځې د افغانستان د سولې په بهير کې شامل نه وي، هغه لاسته راوړنې چې په تېرو کلونو کې مو لرلي دي، کمې لاسته راوړنې نه دي. د افغانستان دولت او مېرمنې نه غواړي چې دغه لاسته راوړنې يې له لاسه ووځي. نو په دې خاطر د سولې په بهير کې او د خبرو په دوران کې د ښځو موجوديت ډېر اړین دی.))

د ذکر وړ ده چې د ملګرو ملتونو ۱۳۲۵ پريکړه لیک په شپږو سکتورونو کې د ښځو د فعالې ونډې په بنیاد په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې تصویب شوی دي. په دغه سکتورونو کې سوله، روغتیا، تعلیم، او په سياسي ډګر کې د ښځو فعاله ونډه او د ښځو پر وړاندېد تاوتریخوالي د له منځه وړل شامل دي.

XS
SM
MD
LG