د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجاب حکومت دې د فاټا ولس نه ځوروي'


د فبرورۍ په ۱۳مه د پنجاب په لاهور ښار کې ځانمرګي بريد ديارلس کسان ووژل او ځېنې نور یې ژوبل کړل
د فبرورۍ په ۱۳مه د پنجاب په لاهور ښار کې ځانمرګي بريد ديارلس کسان ووژل او ځېنې نور یې ژوبل کړل

د باجوړ ايجنسۍ ځېنې اوسني او پخواني پارلماني استازي، مشران او ځايي اوسېدونکي وايي چې په لاهور کې د ترهګرۍ پېښې ورستو د پنجاب صوبې په مختلفو سيمو کې مېشت د قبایلي سیمو وګړي ځورول کيږي. دوی د پنجاب له حکومته غوښتنه وکړه چې په خپل چلند کې دې بدلون راولي او د يو تن د جرم سزا دې ټولو قبايلو ته نه ورکوي.

د باجوړ ايجنسي ښار سيمي لالي شاه مشال راډيو ته وويل چې په لاهور کې تر ځانمرګي بريد ورستو د دغه ښارپشمول د صوبې په ځینو نورو سيمو کې پولیس د باجوړ ايجنسۍ وګړي ځوروي.

د نوموړي په وينا چې د دوی پشمول د کورنۍ يوشمېر غړي يې په لاهور کې کاروبار کوي او يو ورور يې اوس هم بې له څه جرمه د لاهور پوليسو په ولکه کې دی او دوی یې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا پخوانی ګورنر انجينیېر شوکت الله وايي چې پنجاب حکومت دې د يو تن د جرم سزا ټولو قبايلو ته نه ورکوي ځکه چې د فاټا اوسېدونکي له خپل وطن سره مينه لري او تل يې د هېواد د سلامتۍ او دفاع لپاره قربانيانې ورکړي دي.

د ذکر ده چې د روانې مياشتې په ديارلسمه (۱۳) نېټه د پنجاب په لاهور ښار کې ځانمرګي بريد شوې و چې پکې ديارلس کسان ووژل شوي او ځېنې نور ژوبل شوي ول.

د لاهور پوليسو ادعا کوي چې د ځانمرګي بريدګر یو مرستيال چې نوم يې انوار الحق و او هغه وايي چې د (باجوړ ايجنسۍ یم) نيولې دی او ويډيو بيان يې هم ورله خپور کړی چې پکې هغه خپل جرم منلی دی.

خو انجنير شوکت الله وايي چې ښه او بد خلک په هر قام او ولس کې وي او ځايي اوسېدونکي نه صرف د دغه تن په دې عمل ډير زيات خپه دي بلکې قام ورله کور هم سوځولی دی.

مشال راډيو چې کله د پنجاب حکومت وياند زعيم قادري سره تماس ونيولو نو نوموړي له څه ويلو ډډه وکړه.

د يادونې ده چې په ټولنيزو رسنيو کې ځېنې خبرونه او په مبينه توګه د پوليسو لخوا جاري شوې داسې بيانونه مخې ته راغلي چې پکې د ملزمانو د پيژندګلو لپاره د یو پښتون او يا قبايلي بڼه لرونکیو خلکو باندې خصوصي نظر ساتلو امر شوی و او عام ولس ته یې ویلي چې له دوی دې خپلځانونه لیرې ساتي.

XS
SM
MD
LG