د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې د ورک امریکايي د مېرمنې فریاد


امریکایې ليکوال پال اووربي (Paul Overby) نېږدې درې کاله وړاندې په شمالي وزيرستان کې لادرکه شوی وو. د هغه مېرمن جېن لارسن مشال راډيو ته په يوه پيغام کې ويلي چې د مېړه د لادرکۍ وروسته يې ژوند ډېر ستونزمن شوی دی. جېن لارسن وایې بايد د مېړه نيوونکي د دې په حال ورحمېږي او هغه راخوشې کړي.

جېن لارسن وایې مېړه یې نزدې درې کاله وړاندې په شمالي وزيرستان کې لادرکه شوی.

د لارسن مېړه پال اووربي د افغانستان د جګړې په اړه یو کتاب ليکلو او په هم دې غرض په دوه زره څوارلسم کال د خوست له لارې شمالي وزیرستان ته ورغلی وو چې د خپل کتاب لپاره مرکې وکړي.

د مېړه د لادرکۍ په اړه جېنلارسن وايي:

د ورک خاوند په تکل
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:35 0:00

څلوراويا کلن پال اووربي (Paul Overby) په افغانستان کې د روسانو ضد جنګ په اړه سپېڅلې وينه (Holy Blood) نومې کتاب ليکلی وو. نوموړی په مودو مودو په افغاستان کې د اوسېدو له امله روانه پښتو ويلی شي.

جېن لارسن وایي, د مېړه بغیر یې ژوند له کړاوه ډک دی.

لارسن وايي، په ژوندانه کړېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

د پال اووربي د لادرکۍ په اړه په حکومتي کچ وخت په وخت کوښښونه شوي دي. درې اوونۍ وړاندې د بې پولې خبريالانو سازمان هم د ښاغلي اووربي د خوشې کولو غوښتنه کړی وه. که څه هم هېڅ يوې وسله والې ډلې د پال اووربي د نيولو ذمه واري نه ده منلي خو مېرمن لارسن وایي مېړه یې حقاني ډلې له ځان سره ساتلی دی.

جېن لارسن په خپل پیغام کې وايي:

د حقاني مور ته پیغام
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:32 0:00

ليکوال پال اووربي د امریکا د میساچوسټ ریاست اوسېدونکی دی. د دوه زره څوارلسم کال په مې کې تر لادرکه کېدو وړاندې ښاغلي اووربي اته واره افغانستان ته سفرونه کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG