د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک پښتو ته څه ګټه رسولې ده؟


پر ټولنیزو رسنیو نظر لرونکي وايي ، د دې وسیلو کارونکي پښتانه اوس تر پخوا یو بل ته ډېر نژدې شوي دي. اوس د خپل وطن ، سیمې او نړۍ پر حالاتو بحثونه او تبصرې کوي.

پراګ: د فرورۍ پر ۲۱مه نېټه په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. پښتنو هم د پاکستان او افغانستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې په دې اړه غونډې وکړې او د پښتو ژبې پر ارزښت یې بحثونه وکړل او د دې د ودې لپاره یې پر هلو ځلو ټینګار وکړ.

په دې وروستیو کلونو کې د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې ته په ټولنیزو رسنیو کې زیاته پاملرنه کېږي ، ادبي ، فرنګي او سیاسي فعالان د خپلو هلو ځلو په اړه رپوټونه ، تصویرونه او ویډیوګانې خپروي چې نور خلک هم دې کار ته وهڅوي.

پر ټولنیزو رسنیو نظر لرونکي وايي ، د دې وسیلو کارونکي پښتانه اوس تر پخوا یو بل ته ډېر نژدې شوي دي. اوس د خپل وطن ، سیمې او نړۍ پر حالاتو بحثونه او تبصرې کوي.

دوی وايي ، پښتانه په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو زیات له فېسبوک څخه کار اخلي او زیاتره کسان یې په سلګونه ملګري لري.

اوس پوښتنه دا ده چې فېسبوک په ځانګړې توګه پښتو ژبه تر کومه حده پراخه کړې او هغې ته یې وده ورکړې ده؟

په متحده عرب اماراتو کې مېشت د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د شاه منصور نظار یوسفزی وايي ، دوی د فېسبوک له پیله پکې فعالیت کوي.

دی وايي ، فېسبوک پښتو ته د ودې تر څنګ د پښتو شاعران او لیکوالان هم په ولس وپېژندل

نظار یوسفزی
نظار یوسفزی

نظار یوسفزی وايي ، پخوا به په وطن کې د پښتو چاپېدونکي کتابونه په ډېر ځنډ په مسافرۍ کې تر دوی رسېدل خو اوس چې شاعر او لیکوال هر څه ولیکي نو هم هغه وخت یې د فېسبوک له لارې تر دوی ورسوي.

د نظار یوسفزي په وینا ، پښتانه اوس په مجموعي توګه د هغو کسانو ډېر احترام کوي کوم چې پښتو لیکي او سمه یې لیکي.

په پېښور کې مېشته د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې نثا اعجاز وايي ، دا له تېرو اتو کالو راهسې فېسبوک کاروي او د نور څه تر څنګ یې پښتو هم پکې زده کړې ده

ثنا اعجاز
ثنا اعجاز

ثنا اعجاز وايي ، دې چې د فېسبوک استعمال پیل کړ نو په هغه وخت کې به یې زیاتره لیک په انګلیسي او اردو ژبو کاوی خو اوس دا او دې ته ورته د فېسبوک نور کاروونکي تر ډېره حده پښتو سمه لیکي.

په لندن کې مېشت د ټولنیزو چارو کارپوه فایق خان یوسفزی وايي ، فېسبوک پښتانه دې ته وهڅول چې په خپله مورنۍ ژبه پښتو لیک او لوست زده کړي.

فایق خان یوسفزی ، د بېلګې په توګه وايي ، چې د دوی یو ملګري ټول تعلیم په انګلیسي کړی وو او بیا یې په جرمني کې د پي ایچ ډي کولو تر څنګ د فېسبوک له لارې پښتو زده کولو ته مخه کړه او اوس په پښتونه ډېرې ښې او روانې لیکنې کوي.

فایق خان یوسفزی
فایق خان یوسفزی

نوموړی زیاتوي چې که پښتانه هڅه وکړي نو دا بلکل ممکنه ده چې د فېسبوک له لارې په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې لیک او لوست زده کړي.

خو د مېرمنو د حقونو لپاره فعالیت کوونکې او خبریاله لایبه یوسفزۍ وايي ، پښتانه او پښتو به هلته لا نور او سم پرمختګ وکړي چې په ټولنیزو رسنیو کې پښتنو مېرمنو ته نه یوازې د فعالیت اجازه ورکړل شي بلکې د هغوی احترام هم وشي.

لایبه یوسفزۍ وايي ، له بده مرغه اوس هم په فېسبوک کې داسې ذهن لرونکي پښتانه شته چې هغوی پښتنې مېرمنې د هڅولو پر ځای غندي چې ولې په فېسبوک کې فعالیت کوي.

لایبه یوسفزۍ
لایبه یوسفزۍ

نوموړې وايي ، په نړۍ کې چې کومو قامونو پرمختګ کړی دی هغوی خپلو مېرمنو ته د ژوند په هره برخه کې د رایې د اظهار اجازه ورکړې ده او د هغوی رایو ته احترام لري.

لایبه یوسفزۍ زیاتوي چې پښتانه باید خپلو لوڼو ، خویندو او مېرمنو ته اجازه ورکړي چې په ټولنیزو رسنیو کې د مېرمنو لپاره د حقونو غوښتنه او د هغوی ساتنه وکړي.

د انټرنیټ کارونکو په اړه مالومات خپرونکې ویب پاڼه – انټرنیټ ورلډ‌ سټېټس – لیکي چې په پاکستان کې څه باندې ۳۴ ملیونه خلک انټرنیټ کاروي چې پکې ۲۷ میلیونه په فیسبوک کې فعال دي.

که څه هم دا نده مالومه چې په فېسبوک کې به د پښتنو شمېر څو وي خو یو اندازه له دې لګول کېدای شي چې په تېرو پنځو کلونو کې د مشال راډیو د فېسبوک پاڼې د مینه والو شمېر اوس څه کم ۱.۳ میلیونه ته رسېدلی دی

XS
SM
MD
LG