د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې چاودنې یو ځايي مشر ووژلو


د مومند اېجنسۍ یو ځایي مشر او د امن کمیټۍ پخوانی غړی ملک بهادر په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د پولیټکل انتظامیې په وینا، ملک بهادر له کوره بهر پټو ته پیاده روان وو چې په ځمکه کې ښخ کړل شوي باروت پرې وچاودیدل او هغه پکې ووژل شو.

ملک بهادر د وسله والو ضد او د حکومت پلوه امن کمیټۍ پخوانی غړی هم وو. هغه د دمې کور دوېزو تحصیل پنډیالۍ اوسیدونکې وو.

د پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار قبوله کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG