د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له خپلې پښتو سره به پښتو کوو'


۲۱ فرورۍ د ژبو نړيوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي. د يو قام لومړۍ پېژندګلو کې ژبه راځي چې پکې هغوی نه یوازې خپل اندونه، فکرونه او خیالونه بیانوي بلکې همدا ژبه ده چې دوی له يو بل سره تړي که ژبه له مينځه ځي نو د خلکو شته نظام له ګډوډۍ سره مخامخېږي. ژوندي ولسونه هغه ځینې دي چې خپله ژبه ژوندۍ ساتي.

د اکسفورډ پوهنتون د يوې څېړنې له مخې په نړۍ کې ۶۹۱۲ ژبې ويل کېږي چې پښتو ژبه هم برخه ده خو له بده مرغه ډېری پښتانه لا هم له خپلې ژبې ډېر لریې دي، اکثریت یې په پردیو ژبو لکه په فارسي، اردو او انګلش ژبو زدکړې ترلاسه کوي. په پښتونخوا کې د پوهنتون يو استاد کره او سمه پښتو نه شي ليکلای.ډاکټر انجينير يې نه شي ليکلی، د کالج او پوهنتون زده کونکی يې نه شي لوستلی. که رښتيا و وايو نو يواځې شاعرانو ته پاتې ده چې ليکل پرې کوي.

ژبه د يو قام پيژندګلو ده له دوی څخه ژبه اخېستل دوی ورکول دي. راشئ چې د ژبو په نړیواله ورځ له خپلځانونو سره دا لوړه او هوډ وکړو چې نه یوازې خپله پښتو به په خپله ښه کوو بلکې خپلو نورو پښتنو وروڼو او خویندو ته به یې هم ورښيو چې له خپلې ښکلې پښتو سره پښتو وکړو.

نوربادشاه يوسفزی یو خپلواک لیکوال دی. دا د هغه خپل نظر دی.

XS
SM
MD
LG