د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز کې پر بزګرانو د تخم پاکولو ماشینونه ووېشل شول


د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د اکتید دفتر له خوا په دې ولایت پر نهه زراعتي کوپراتیفونو باندې نهه پایې د غنمو د تخم پاکولو ماشینونه ووېشل شول.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالبصیر فقیري مشال راډیو ته وویل چې د تخم پاکولو دغه نهه پايه ماشینونه د دې ولایت پرکوراټیفونه د اکتید دفتر له خوا په وړیا توګه ووېشل شول:

"هر ماشین دولکه و اتیازره افغانۍ قیمت لري او مجموعي قیمت یې څه باندې دو میلیونه افغانیو ته رسېږي چې اکتید دفتر له خوا د کندز پر کوپراتیفونونو ووېشل شول."

ښاغلي فقیري زیاته کړه، له دې وړاندې بزګران د غنمو تخم پاکولو په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې، خو وروسته له دې هغوی کولای شي د دغو ماشینونو په وسیله په اسانه توګه خپل تخمي غنم پاک او په ځمکو کې وکري.

د یادونې وړ ده چې کندز یو کرنیز ولایت دی او د دې ولایت ډېری خلک پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي او په دې ولایت کې په زیاته پیمانه غنم، شولې همدارنګه نورې غلې دانې، حبوباب، میوې او ترکارې کرل کېږي، نو له همدې کبله پخوا دغه ولایت د افغانستان کندو په نوم هم یادېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG