د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي 


د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د یوه قوماندان په ګډون ۳۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي او پینځه نور یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:
د اچین ولسوالۍ په جمال خیل او د هسکې مینې ولسوالۍ په ګرګرۍ سیمه کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو په له امله د حمزه په نوم د یو قوماندان په ګډون دیرش داعش وسله وال ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول .

خوږیاڼی وایي چې په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG