د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ ضد پاکستانۍ تګلاره تسلسل نه لري'


چارسده کې د ۲۱م فبرورۍ ډله ییز برید یو ژوبل تن وړل کېږي
چارسده کې د ۲۱م فبرورۍ ډله ییز برید یو ژوبل تن وړل کېږي

که څه هم د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکیو په بیا بیا ادعا کوله چې په ضرب عضب پوځي عملیاتو کې یې د وسله والو ملا ماته کړې خو کارپوهان وايي چې د ترهګرۍ وروستۍ لړۍ د ترهګرۍ پرضد جګړه کې دغه کړې ادعاوې او د هغوی صلاحیتونه تر پوښتنو لاندې راوستي دي.

د نا امنیو په تازه پېښو کې تر دا مهاله د دغه هيواد د قبايلي سيمو په ګډون په څلورو واړو صوبو کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اښتې ده.

آیا د پاکستان دولت دومره صلاحیت لري چې د وسله والو بریدونو مخه ونیسي او په هېواد کې د ترهه ګرۍ ستونځه د تل لپاره هواره کړي؟

په لاهور کې د دفاعي چارو پوه حسن عسکري وايي، خبره د صلاحيت نه بلکي د حکومتي نظام ده، ځکه چې کله هم دا ډول بريدونه وشي دوی چټک او ګړندي شي او بیا چې یوڅو ورځې تېرې شي نو بیا غلې شي. د ده په وینا د ترهګرۍ ضد تګلاره کې تسلسل او پیوستون نه شته.

نوموړې زیاتوي بله مهمه خبره داده چې د پنجاب حکومت نيمه پوځي ځواک رينجرز ته په ياده صوبه کې د پراخ کردار ترسره کولو اجازه نه ورکوي نو له دې کبله وسله والو د پنجاب او سند صوبو په کليوالو سیمو کې پټنځايونه جوړ کړي دي. پوليس دومره مسلکي صلاحیت نه لري چې د هغوی مخه ونیسي.

د پاکستان پوځ پخوانی بريګېډيیېر سعد محمد خان بیا د ترهګرۍ پرضد د پاکستاني ریاست صلاحيتونو ته د خارجه تګلارو په تناظر کې ګوري او وايي، چې تر څو له ګاونډيو هېوادونو سره د ترهګرۍ پرضد ګډه تګلاره نه وي جوړه شوي، نو تر هغو د دې مخنيوې يوازې د پاکستان ریاست نه شي کولی. باید پاکستان له افغانستان سره خبرې اترې وکړي او اړیکې ورسره خرابې نه کړي.

XS
SM
MD
LG