د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د سپرلي په راتګ د نیالګیو کېنول پیل شول


خوست چې نسبتاً معتدله اب و هوا لري او ژمی يې ډېر سوړ نه وي، نو سپرلی يې هم د سړو سیمو په پرتله مخته راځي او خلک يې د نوروز تر شپو ورځو نیالګي کېنوي.

په خوست کې د پسرلي په رارسیدو د حکومت او خلکو لخوا د نیالګیو د کېنولو حشرونه او میلې له پخوا نه دود دي.

د دې پسرلي د نیالګیو د کېنولو اول پروګرام د دوشنبې په ورځ د کرنې ریاست لخوا د خوست ښار د میلمه کوټ له تاریخي بڼه پیل شو.

د خوست د کرنې رييس سیمع الله نصرت مشال راډیو ته وویل، چې د دوی اداره سږني سپرلي کې د خوست په بیلابیلو سیمو کې له پنځو تر شپږو لکو پورې د نویو میوه لرونکو او زینتي نیالګیو د کېنولو پروګرام نیولی دی.

سمیع الله نصرت زیاتوي:

((په خوست کې د دغه کال د نهال شانی کمپاین مو رسماً د میلمه کوټ له تاریخي باغ څخه پیل کړ، پدې کمپاین کې زموږ سره د مدني ټولنو فعالانو، د خیریه ټولنو غړو، د دولتي ادارو مسوولینو او د ولایت مقام برخه اخیستې وه، موږ به انشاالله پنځو څخه تر شپږو لکو پورې نیالګي چې هغه به مثمر او غیر مثمر وي، دا به د خوست په ګوټ ګوټ کې انشاالله وکرو.))

د خوست د کرنې ریاست لخوا د نیالګیو د کېنولو په حشر کې د بیلابیلو حکومتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

مدني فعال عبدالولي عادل وايي، چې د نیالګیو د کېنولو په شان د هغې د ساتلو او پاللو لپاره هم باید یو ښه پلان جوړ شي:

((غږ مو پر مسوولینو داده چې نهالونه هر ځل کېنول کیږي، د دې ساتنه او پالنه دې وشي، په وخت کې اوبه شي، تر څو دا خوست او ټول افغانستان زرغون او ګلالۍ شي.))

د خوست ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وايي، هر سیمه وال ته بایده دي، چې د خپل چاپیریال د سمسورتیا او ښکلا لپاره لا اقل یو-یو نیالګی کېنوي:

((هر خوست میشتی ځوان او مشر او هر ورور باید یو-یو نیالګی په خپلو پټیو، جوسونو او پټیو کې کېنوي، تر څو موږ خوست زرغون او سمسور کړو او د خوست چاپیریال ښکلی کړو.))

بل لوري ته د حکومت لخوا د نیالګیو ساتنې او پالنې ته د نه پاملرنې په باب د خوستوالو انديښنو په ځواب کې خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي، چې دا ځل يې پدې اړه ځنې اقدامات په پام کې نیولي دي.

دی وايي غواړي د خوست د تفریحي غونډیو د اوبو لپاره د لمریزې برښنا یو سیستم جوړ کړي:

((موږ به د حشر په شکل د خوست په تفریحي غونډیو کې ونې لګوو او دې سره په څنګ کې به د لګیدلو ونو ساتنه به کوو، موږ په نوي کال کې پلان ده، چې موږ به د تلویزیون او د تفریحي غونډیو سیمو د نیالګیو د اوبو لپاره به لویه ذخیره جوړوو او د سولر په سیستم به يې اوبوو.))

ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د خوست ښار په مربوطاتو کې د نیالګیو د کېنولو درې ورځنۍ حشر ترسره شي، یو شمېر مدني بنسټونه او خپلواک شخصیتونه له مخکې په خپلو لګښتونو د نیالګیو په تیارولو بوخت دي، تر څو یاد نیالګي عامه ځایونو ښوونځیو، روغتونونو، پوهنتونونو او نورو ټولګټو ادراو ته د لګولو لپاره په اختیار کې ورکړي.

XS
SM
MD
LG