د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان غوندې دې پاکستان هم مورنۍ ژبې ملي وګرځوي'


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ چې د مورنیو ژبو په تړاو یې د سېنېټ قانون کمېټۍ په غونډه کاوه وویل چې په افغانستان کې اته ملي یا قامي ژبې دي نو پکار ده چې په پاکستان کې مورنيو ژبو ته قامي حیثيت ورکړل شي.

د سينيټ د قانون لپاره جوړې کميټۍ غونډه کې د دوشنبې په ورځ هغه دوه بلونو ته کتنه شوې چې پکې مورنيو ژبو ته د قامي ژبو حېثيت ورکولو لپاره په ائين کې بدلون راوړل شي.

په دغه غونډه کې د سېنېټرانو ترڅنګ د پښتو، سندۍ، پنجابۍ او سرايکۍ ژبې پوهانو هم ګډون درلود، پر دې بحث کاوه چې په ائين کې دا بدلون به د کمېټۍ تر منظورۍ وروستو سېنېټ ته وړاندې کېږي.

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

له مشال رېډېو سره په خبرو کې عثمان کاکړ وويل چې دلته پينځه قامونه دي او دوی غواړي چې د دې پينځه قامونو مورنۍ ژبې قامي وګرځول شي ځکه چې دلته کوم خلک دې ژبو ته علاقايي ژبې وايي دا په اصل کې قامي ژبې دي.

"دا پينځه ژبې په زرګونو کالو تاريخ، ځمکه، کلتور، تمدن او جغرافيه لري. دا نه علاقايي ژبې دي نه صوبايي بلکې دا قامي ژبې دي. په دې شوې غونډه کې هم زموږ دريځ دا وو چې دا ژبې د ائين برخه شي او قامي ژبې اعلان کړل شي."

د سېنېټر عثمان کاکړ په وينا چې ټول ګوندونه پر دې يوه خوله دي او ژر ده چې دا ژبې به د ائيني بدلون له لارې قامي وګرځول شي خو نوموړی ګيله کوي چې واکمن ګوند مسلم ليګ ن په دې اړه سنجيده نه ښکاري.

د سېنېټر جاوېد عباسي په مشرۍ شوې دغه غونډه کې په ملک کې ویونکیو ۷ ژبو پښتو، سندي، بلوڅي، سرايکي، پنجابي، براهوي او هندکو ته د قامي ژبو حیثيت ورکولو په اړه بحث وشو.

د کمېټۍ مشر جاوېد عباسي پر دې مهال وویل، په تېرو وختونو کې د عدالت له خوا امر شوی وو چې اردو ژبه دې په سرکاري دفترونو او عدالتونو کې عملي کړل شي خو لا هم په دې عمل نه دی شوی.

په دې غونډه کې د پښتو اکېډمۍ پېښور مشر نصرالله خان وزير هم ګډون وکړ او ګيله يې وکړه چې په ليکل شوي بِل کې د پښتو توري هم سم نه دي ليکل شوي چې ترې دا اندازه لګي چې قانون جوړوونکي په دې اړه څومره سنجيده دي.

د پښتنو پوهانو ترڅنګ په دې غونډه کې د سيندۍ ژبې نصير مېمن، د پنجابۍ ژبې احمد سليم او د سرايکۍ ژبې مشتاق ګاډي د پوهانو په توګه ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG