د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین مړ شو


د روس بهرنيو چارو وزارت د دوشبنې ورځې په خبرياڼه کې ويلي چې په ملګرو ملتونو کې د دوی سفير، ويتالي چورکين په نيويارک کې مړ شو.

په خبرپاڼه کې په سمدستي توګه د نوموړي د مړينې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي خو د هغه د کورنۍ سره د غمرازۍ په کولو يې زياته کړې چې چورکين په ناڅاپي توګه مړ شو.

هغه به نن ۶۵ کلن کېده.

چورکین په کاناډا، بلجیماو ناټو کې د روس د استازي په توګه پاتې شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG