د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ جنرال مک‌ماسټر د خپل نوي امنیتي سلاکار وټاکل


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ليفټيننټ جنرل ايچ آر ميک ماسټر د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه غوره کړی دی.

جنرال ميک ماسټر له دې دندې څخه د مایکل فلین تر استعفا وروسته نومول شوی دی.

ډونلډ ټرمپ دا اعلان د دوشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې په خپل هستوګن ځای کې وکړ.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وويل چې ميک ماسټر د ترهګرۍ ضد جګړې پوه دی، تکړه او د ډېرې تجربې خوند دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG