د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې پاکستاني پوځ څلور وسله والو د وژلو ادعا کوي


د پاکستان پوځ وايي د جاسوسي معلوماتو په بنياد يې د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د عملياتو په کولو سره څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې، ای اېس پي ار د دوشنبې په ماښام خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا کاروايي د تحريک طالبان پاکستان عصمت الله شاهين ډلې خلاف شوي او د نوموړي زوی تر څنګ پکې درې نور مطلوب وسله وال له منځه تللي دي.

تر اوسه په دې اړه يادې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG