د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخيلوال: پاکستان د هغو ترهګرو ځپلو ډاډ راکړی چې موږ يې ليست ورکړی


اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال وايي د پاکستاني پوځ مرکز او بهرنيوو چارو وزارت ته يې هغه لیست سپارلی دی چې پکې افغانستان کې ترهګریزو بريدونو کې ښکېلو د ۸۵ ترهګرو او د وسله والو ۳۲ مرکزونو نومونه ليکل شوي دي. د هغه په وينا دغه کسان او مرکزونه پاکستان کې دي.

نوموړي مشال ريډيو سره نن په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې هغه پرون د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز سره ملاقات کې غوښتنه وکړه چې دا وسله وال دې يا افغانستان ته وسپاري او يا دې يې هم له منځه يوسي.

((دې ليست کې هغه پاکستان مېشته وسله وال او قوماندانان شامل دي چې افغانستان کې ترهګري کوي. دا ما پاکستاني نظامي او ملکي چارواکو ته ورکړ. دوی هم ډاډ راکړی چې د دې وسله والو خلاف به ګامونه اخلي. اوس وخت کې بايد داسې وشي چې بندې لارې خلاصې شي، د افغانستان پر خاوره د راکټونو ويشتل بند شي او زموږ پر ضد چې کوم تبليغان او پروپيګنډه کيږي، هغه بايد ودرول شي.))

په دې اړه مو د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز سره اړيکه ونيوله خو هغه مشال ريډيو ته د نظر ورکولو څخه ډډه وکړه.

د تورونو په دې چاپيرال کې اصلي موضوع ورکيږي. اصلي مسله د ترهګرو مرکزونه ځپل دي

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی چې تېره اونۍ په هغو څلورو چاودنو او ترهګريزو بريدونو کې افغانستان مېشته وسله وال لاس لري چې خوا او شا سل کسان پکې ووژل شو. تر دغو حملو وروسته د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې افغان چارواکو ته يې د ۷۶ هغه وسله والو د ختمولو لپاره ليست سپارلی چې افغانستان کې دي.

​يو بل ته د دې وسله والو د سپارلو امکان له دې وجې کم دی چې د اسلام اباد او کابل تر منځ داسې کوم تړون نشته خو زاخېلوال وايي هغه په دې اړه د يو ميکينزم د رامنځته کولو په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

((د وسله والو يا بنديانو د تبادلې کوم کوم تړون نه لرو خو ما د پاکستان نظامي او ملکي چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړي چې داسې يو ميکنيزم رامنځته شي چې په عملي کولو سره يې د دواړو خواوو ګيلې او شکايتونه ختم شي. واضحه خبره ده چې زموږ شکايتونه د پاکستان له شکايتونو ډېر دي نو پکار ده چې داسې يوه لارې راوويستل شي چې دواړه خواوې د ترهګرۍ پر ضد صادقانه همکاري وکړي.))

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر باجوه: افغانستان ته هم د ځپلو لپاره د ۷۶ وسله والو ليست ورکړل شوی
د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر باجوه: افغانستان ته هم د ځپلو لپاره د ۷۶ وسله والو ليست ورکړل شوی

د پاکستاني پوځ له خوا پرونۍ خپره شوې خبرپاڼه کې هم د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه له خولې ليکل شوي چې افغانستان او پاکستان بايد په شريکه د ترهګرو په وړاندې ودريږي. هغه زياته کړې چې دې لړ کې د دواړو هيوادونو د ځواکونو تر منځ هم آهنګي ضروري ده.

اسلام اباد کې افغان سفير زاخيلوال مشال ریډيو ته وويل چې د تورونو د لګولو په دې چاپيريال کې د وسله والو د خوندي ځايونو د ختمولو خبره ورکيږي نو پکار ده چې اصلي مسلې ته پام وشي.

((ښه لار، د ترهګرۍ پر ضد صادقانه همکاري ده. که مثبتې هڅې بريالۍ نه شي نو بيا به د يو ژور تاوتريخوالي خوا ته ځو. داسې لار پيدا کول غواړي چې په دې اړه صادقانه خبرې او همکاري وشي او د يو بل اندېښنو ته ځواب وويل شي.))

د يادونې وړ ده چې تېر کال د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په يو ډرون بريد کې بلوچستان کې ووژل شو. افغان چارواکي وايي دا د افغان طالبانو سره د پاکستان د همکاريو يو بل ثبوت دی خو اسلام اباد وايي دوی د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېره قربانی ورکړې او ختمولو ته يې ژمن دي.

XS
SM
MD
LG