د لاسرسي ځای

د معذورانو سرشمېرنه به د روان کال په نیمايي کې کېږي


د پاکستان شماریاتو ادارې کمېشنر جیب الله خټک

د پاکستان شماریاتو ادارې کمېشنر جیب الله خټک وايي چې کله په ټول هېواد کې د سږني کال له ۱۵م مارچه تر ۱۵ م مې تر سرشمېرنې وروسته به د سږ کال په جون، جولايي کې د د معذورانو سرشمېرنه هم پیلوي او د هغوی لپاره به فارم ۲ اې جاري کوي. نوموړي دا څرګندونې په پاکستان کې د معذورانو تنظیمونو د هغو اندېښنو په غبرګون کې کولې چې وايي د شماریاتو ادارې د راتلونکې سرشمېرنې په فارم کې د دوی لپاره خانه نه ده ځانګړې کړې. دوی دا ادعا کوي چې په ټولو سرکاري ادارو لکه روغتونو، تعلیمي ادارو او نورو ګڼو ځایونو کې له هر ډوله بشري اسانیتاوو بې برخې پاته کړل شوي دي او نه هم دوی ته ځانګړې شوې پر دوه فيصده کوټه عمل کېږي.

د قبایلي سیمو معذوران هم وايي چې لا له وړاندې ګڼې ستونزې لري او سرکار یې باید یو په یوه شته ټولې مسلې ورهوارې کړي.

د مومندو ایجنسۍ یو معذور شاه جهان سپېشل مشال راډیو ته په دې اړه وویل، تر ټولو لومړی باید د دوی سرشمېرنه وشي چې دغه ډول په ټول پاکستان کې د معذورانو شمېره مالومه کړل شي. او هم په دې حساب ورته ټولې اسانتیاوې هم ورکړل شي. معذوران په ټولو سرکاري ادارو کې د نوکریو دوه فیصده کوټه لري خو حکومت ته پکار ده چې له خپلې کړې ژمنې سره سم پرې اقدام وکړي.

د کرمې ایجنسۍ د معذورانو یو تنظیم مشر انور شاه وویل که حکومت د دوی دا غوښتنه ونه منله نو په ټول پاکستان کې به احتجاجونه پیل کړي

نوموړي وویل پکار دا ده چې د معذورانو لپاره د ځانګړیو نوکریو کوټه له دوو فیصدو څخه پنځو فیصدو ته لوړه کړل شي.

یاده دې وي حکومت ۱۹ کاله پس د سږني کال له ۱۵ م مارچه په ټول پاکستان کې د سرشمېرنې کولو اعلان کړی دی. تر دې وړاندې په ۱۹۹۸م کال کې سرشمېرنه شوې وه او د آیين له مخې باید هر لس کاله پس سرشمېرنه وکړل شي.

XS
SM
MD
LG