د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه لا هم بنده ده


د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي چې نن دوشنبه پر څلورمه ورځ هم د تورخم دروزاه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده او دغه ګام یې د سېوڼ شریف په لال شهباز قلندر مزار کې تربرید وروسته د تره ګرۍ د ممکنه بریدونو مخنیوي لپاره اخېستی دی.

په تورخم کې ټول سرکاري دفترونه او د تورخم بازار هم تړل شوی دی او د پولې دواړو غاړو ته ولسي وګړي او په بېلا بېلو ځایونو کې له مالونو ډک په سلګونه ګاډي ولاړ دي.

په خیبر کې موجود یوه افغان وګړي رحیم ګل مشال ریډيو ته وویل پیښور ته یې خپل یو ماشوم چې د پښتورګیو/ګردو مریض دی روغتون ته وړی وو او څلورمه ورځ ده چې ایسار دی.

دی وايي د جیب خرڅ یې هم خلاص شوی، په پېښور کې یې پولیس تنګوي او د خیبر چارواکي یې تورخم ته نه پرېږدي چې افغانستان ته واوړي. نوموړی له پاکستانیو چارواکیو غوښتنه وکړه، ډېر کړېږي باید چې لار خلاصه کړي.

په مالونو بار ټرکونو ډرایوران هم د لارې خلاصولو انتظار کوي
په مالونو بار ټرکونو ډرایوران هم د لارې خلاصولو انتظار کوي

د جمرود په وزیر ډند سیمه کې ولاړ یو ډرایور هارون بیا وایي چې ګادی یې اوړو بار دی او په انتظار ناست دی چې کله به لار خلاصېږي. له مشال راډيو سره نوموړي په خپل خواله کې وویل د شپې مهال ډېر په مشکل کې وي. خواړه او اوبه هم نه ورته ملاوېږي او د ګاډو څوکۍ هم په خپله کوي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي، له تېرې جمعې ورځې راهیسې د لواړګي له مېچنۍ تر تورخمه پورې ګرځبندیز (کرفیو) لګول شوې ده خو پر تورخم دروازه یې یوازې یوڅو هغو کورنیو ته افغانستان ته د اووښتو اجازه ورکړې چې د کورنۍ غړي یې په پاکستان کې وفات شوي ول او د جنازې لپاره افغانستان ته تلل.

یاده دې وي چې پاکستانيو چارواکیو د ۲۰۱۶ کال له جون میاشتې د پولې سمبالولو تګلارې له مخې په تورخم کې د افغان وګړو لپاره د پاسپورټ او ویزا شرط ایښی دی او په تورخم کې یې سختي شورو کړې ده.

بلخوا چارواکي وایي، دوی غواړي پر تورخم دروزاه د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي.

خیبر کې پاکستانیو ځواکونو عملیات پیل کړي

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې له تېرې جمعې ورځې راهیسې یې له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خیبر ایجنسۍ په لیرې پرته سیمه لوی شلمان کې د وسلوالو ډلو پرضد عملیات پیل کړي دي او هلته یې په سرحدي سیمو کې د وسلوالو پر پټنځایونو بریدونه پیل کړي او د کرښې دواړو غاړو ته یې هم وسله وال په نښه کړي دي. پوځ ادعا کوي چې په دې تېرو یوڅو ورځو کې یې ګڼ شمېر وسلوالو ته مرګ - ژوبله اړولې ده خو وسله والو لا په دې اړه څه نه دی ویلي،

د دغه حالاتو او د جګړې له وجې د ننګر هار له لال پورې ولسوالۍ سره نېزدې د خیبر ایجنسۍ له کلیو شین پوخ او څمڅۍ نه یو شمېر کورنۍ شلمان ته کډه شوي دي.

د لواړګي مرستیال پولیټیکل ایجنټ نیاز محمد وایي چې دوی د یکشنبې ورځ د شلمان تفصیلي دوره کړې ده او هلته یې له ځایي مشرانو سره لیدلي دي او د بې کوره شویو خلکو د فهرست تیارلو لپاره یې یوه کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې مرستې ورسره وشي.

امنیتي چارواکي وایي چې دغه عملیات هغه مهال پیل شول چې کله د تېرې جمعې په ورځ وسله والو په شلمان کې د اېف سي پر یوه څوکۍ برید وکړ او دوه سرتېري یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG