د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت پاکستان ته د ۸۵ ترهګرو لیسټ سپارلی


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ۸۵ ترهګرو او ۳۲ ترهګریزو روزنیزو مرکزونو لیسټ ور سپارلی دی.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې ورځ دا څرګندونې له ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې وکړې:

"د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځ، د ۳۲ تروریستي روزنیزو مرکزونو او په تکرار سره د ۸۵ ترهګرو لیسټ چې د افغانستان پرضد په پاکستان کې فعالیت لري په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په واسطه پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی او له هغوی یې په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې تر خونړیو حملو وروسته افغانستان ته د ۷۶ مشکوکو ترهګرو یو لیسټ سپارلی و چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر تر دې مخکي ویلي ول چې دوی به د پاکستان له لورې د مشکوکو کسانو د ورسپارل شوي لیسټ په اړه غور او پلټنه وکړي خو له پاکستانه هم غواړي چې د دوی له خوا د ورسپارل شویو ګڼو لیسټونو او هغو مشهورو کسانو پرضد اقدامات وکړي چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG