د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیال: د مورنيو ژبو نړيواله ورځ به په اسلام اباد کې لمانځو


په اسلام اباد کې د نهې په ورځ (په يويشتمه فرورۍ) د مورنيو ژبو نړيوالې ورځې په تړاو پښتون کلچرل اسوسيیېشن اسلام اباد، غېردولتي ادارې پوهه فاونډېشن او د پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس (پي اېن سي اې) په شريکه د یوې غونډې جوړولو تابیا کړې ده.

د غونډې راجوړوونکي، د پښتون کلچرل اېسوسي اېشن يو مشر ليکوال او شاعر اکبر سيال د دې غونډې په اړه مشال رېډيو ته وويل چې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې نمانځلو سره سره د دې غونډې مقصد د خوشال خان خټک ۳۲۸م تلين او ورسره ارواښاد ډاکټر خالق زيار ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کول دي.

د نوموړي په وينا د دې نه سربېره په دې دستوره کې د موسيقۍ تابيا هم شوې چې ورته د رنګونو ماښام نوم ورکړل شوی دی.

اکبرسيال زياته کړه چې د رنګونو په ماښام کې به وتلی هنرمند هارون باچا د خوشال بابا او ډاکټرخالق زيار سره سره د نورو شاعرانو کلامونه اوروي.

د دستورې مرستيال جوړوونکی او د پوهه فاؤنډېشن غړي شفيق ګګيانی ګيله کوي چې په تېرو وختونو کې په سرکاري کچه د مورنيو ژبو نړيوالې ورځې په تړاو دستورې کېدلې خو له بده مرغه اوس يواځې په پاکستان کې د سيند صوبه دې ورځې ته پام کوي او نورو صوبو هېره کړې ده.

(شلمه فرورۍ د خوشال بابا تلين دی نو ځکه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې سره سره په دې غونډه کې به د خوشال بابا په ژوند، فن او فکر هم خبرې کېږي. په تېرو وختونو کې موږ کتلي دي چې صوبايي حکومت دا ورځ لمانځله خو له بده مرغه اوس يواځې سيند حکومت دا ورځ لمانځي. د خېبرپښتونخوا، پنجاب يا بلوچستان حکومتونه دې اړخ ته هېڅ پام نه کوي.)

د دې ستورې لپاره د مالي مرستو په اړه اکبرسيال وايي چې له دوی سره په سرکاري کچه هېڅ مرسته نه ده شوې خو ځينو پښتنو او ورسره بيا د پي اېن سي اې مشر ښاغلي جمال شاه مرسته کړې او تالار يې ورته ويړيا ورکړی دی.

د سيال په وينا چې دا دستوره د هر چا لپاره ده او هر څوک پکې ګډون کولی شي.

په دې دستوره کې به د مورنيو ژبو په حواله ډاکټرحنيف خليل، د خوشال بابا په ژوند به افراسياب خټک او د ارواښاد ډاکټرخالق زيار په ژوند او فن به د پښتو ژبې نوميالی شاعر رحمت شاه سايل خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG