د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د چینۍ ژبې زدکړې پیل شوې


د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې ځوانانو لپاره په پنځه تکنيکي کالجونو کې د چینۍ ژبې وړیا زده کړو کورسونه پېل کړي دي.

د خيبر پښتونخوا د تېکنيکي زده کړو ادارې مشر او د وزير اعلی تکنيکي زدکړو خصوصي مرستيال ارشد علی عمر زي مشال راډيو ته وويل چې دا فيصله وزير اعلی پرويز خټک د چين له یوه پلاوي سره تر لیدو وروسته وکړه.

د نوموړي په وېنا د دې ژبوزده کولو موخه د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) غوندې ستره پروژه کې ځوانانو ته د کار روزګار چانسونه برابرول دي.

(زموږ زیارکښان او کارګران به له تېکنيکي زدکړو سره سره اوس چينۍ ژبه هم زده کوي، د سيپېک چارواکو له موږ ه دا غوښتنه کړي وه نو موږ ځکه دا کورسونه پېل کړل. موږ له خیبر پښتونخوا یوڅو کسان چين ته لېږلي ول چې چينۍ ژبه زدکړي اوس هغه کسان او ځینې چينايي کسان به موږ په پنځو تېکنیکي کالجونو کې د چيني ژبې زدکړي ورکوي.)

دچيني ژبې زدکړې به ګورنمنټ پولي ټيکنيک انسټېټيوټ پېښور،ګورنمنټ کالج آف ټيکنالوجي پېښور، چارسده او نو ښار ټيکنيکل کالجونو او د پېښور فضايه ډګري کالج کې ورکول کېږي.

ارشد علې عمر زي زياته کړه چې د چین -پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د سلګونه خواريکښانو او د ګڼو نور ټېکنیکي کسانود ګمارلو ضرورت دی. چينايي چارواکو وزير اعلا ته باور ورکړی چې په دې پروژه کې به د صوبې کسانو ته نوکریانې ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت، پېښور پوهنتون او د چين سفارتخانې په مرسته د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې په پېښور پوهنتون کې د چین مطالعاتو مرکز پرانستل شو چې پکې به له چینۍ ژبې سره د چين کلتور، ثقافت، آیين او د قوانينو په اړه د زده کړې ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG