د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړیانو د پاکستانیو ځواکونو راکټي بریدونو ضد لاریون وکړ


مظاهره د پولیسو په امنیتي بدرګه کې د کرهالې له کلي سهار نهه بجې پیل شوه او بیا د شهیدانو چوک ته ورسېده.

د کونړ مرکز اسعداباد کې په سلګونو کسانو د پاکستانیو ځواکونو د راکټي بریدونو پروړاندې لاریون وکړ. دوی له ملګرو ملتونو غوښتنه کوله پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې له لاسوهنو او هلته د جګړه مارو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او راکټي بریدونه ودروي.

مظاهره چیانو په خپله وینا کې یوه دینې عالم مولوي نجیب الله حقیار تور پورې کړ چې د پاکستان پوځ تل د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنې کړې او دلته يې جنګ تود ساتلی دی. دوی دغه لاسوهنې غندلي او له نړیوالو يې غوښتي چې پاکستان په نړۍ کې یو ویره اچونکی او د جنګي ډلو ملاتړی دی او باید پرې فشار راوړل شي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنو، د افغانانو له وژنو او د مخالفو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

«موږ په خپله مقدسه خاوره د پاکستان بربنډ تېری غندو. موږ له ټولو نړیوالو غواړو چې زموږ په هېواد د کېدونکیو تېریو په اړه پاکستان قانع او د دغه تجاوز مخه ونیسي.»

دیني عالم مولوي ضیا الرحمن الله یار وویل پاکستان نه د ګاونډیتوب اسلامي اصول پیژني او نه هم نړیوالو اصولو ته ژمن دی. تل يې افغان وژنې او دجګړه مارو ډلو د ملاتړ سیاست پرمخ بیولی دی، د جنګ په دوام او د افغانانو په ځورونه يې لګښت کړی دی.

«په پاکستان کې چې هره چاودنه او یا پیښه وشي هلته افغان کډوال نیسې، وهي یې او د مرګ ترحده يې رسوي. کله چې د افغانستان او پاکستان دحکومتونو ترمنځ اړیکې خرابې شي، پاکستان پر افغانانو خپلې لارې بندوي. چې دا نه د ګاونډیتوب په اسلامې اصولو کې شته او نه نړیوالو اصولو کې.»

مظاهرینو ته دولایتي شورا پخواني رئیس حاجي جمال الدین سیار وویل دخپلې خاورې ساتنه د هر افغان دینې دنده ده او باید چې د دې کار لپاره دخپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.

«د کونړ په ځوانانو او ولسونو غږ کوو چې د خپلو ځواکونو تر شا کلک ودرېږئ، د خپل وطن ساتنه پر مسلمان داسې فرض ده لکه په موږ چې پنځه وخته لمونځ فرض دی.»

د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک ولوستل شو چې پکې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي دي باید په پاکستان فشار راوړل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلو، د جنګي ډلو له ملاتړه او پر افغانستان د راکټي بریدونو له کولو یې منع کړي. په پرېکړه لیک کې د پاکستان پر سیاستوالو او ولس هم غږ شوی و چې باید خپل مشران او پوځیان پر دې پوه کړي چې د ښه ګاونډیتوب سیاست خپل کړي ځکه چې جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده.

په اسعداباد کې دا لاریون پر داسې مهال کېږي چې همدا نن د دوشنبې ورځ د دانګام ولسوالۍ په زاړه برول سیمه د پاکستان پوځ تر شلو زیات د توپونو ډزې کړې پکې یو کور ویجاړ شوی دی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG